د چین یوشمېر هوايي شرکتونو جاپان ته خپلې الوتنې درولې او د ټکټونو بیې یې مسافرو ته بېرته ورګرځولي دي. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د تایوان په اړه د جاپان او چین ترمنځ سیاسي ترینګلتیا لوړه شوې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغه اعلان شوې چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي د نومبر په اوومه د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل: «پر تایوان هر ډول پوځي اقدام به د توکیو له لوري پوځي غبرګون ولري.»
د دې څرګندونو وروسته بیجینګ خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې جاپان ته له سفر کولو ډډه وکړي. چین د تېرې جمعې پر ورځ د جاپان سفیر احضار کړ. جاپان هم څرګنده کړې چې د چین سفیر یې وروسته له هغه ورغوښتی چې پرانټرنېټ د چین له لوري یوه «نامناسبه خپرونه» خپره او وروسته پاکه شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
توکیو ټینګار کوي چې د تایوان په اړه د دې هېواد دریځ نهدی بدل شوی. تایوان د جاپان ټاپوګانو څخه یوازې نږدې ۱۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.
چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي او د اړتیا په صورت کې د زور کارولو احتمال نهردوي.
سانائه تاکایچي چې له یو میاشت راهیسې د جاپان حکومت مشري کوي، که څه هم په وروستیو کې له چین سره د نرم دریځ ښودلو هڅه کړې، خو تازه څرګندونې یې د دواړو لورو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې کړې دي.