چین، روسیې او ایران نن شنبه، جنورۍ لسمه، د سوېليافریقا په سمندري اوبو کې د یوې اوونۍ لپاره ګډ سمندري پوځي تمرینات پیل کړل.
د سوېليافریقا پوځ ویلي، دا تمرینونه د «برېکس پلس» تر چتر لاندې کېږي او موخه یې د سمندري لارو، بار وړلو او سمندري اقتصادي فعالیتونو خوندیتوب دی.
برېکس پلس د برېکس پراخ شوی اېتلاف دی چې پخوا برازیل، روسیه، هند، چین او سوېليافریقا پکې شامل وو، خو اوس مصر، اندونیزیا، سعودي عربستان، اېتوپیا او متحده عربي امارات هم ورزیات شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چین پوځي چارواکو ویلي، برازیل، مصر او اېتوپیا په دې تمرینونو کې د ناظر په توګه ګډون لري.
دا تمرینونه په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او د برېکس پلس د ځینو غړو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا لوړه شوې ده. ټرمپ دغه هېوادونه «د امریکا ضد سیاستونو» تورن کړي او د اضافي تعرفو ګواښ یې هم کړی دی.
په سوېليافریقا کې د لوېدیځ پلوي ډیموکراتیک اتحاد ګوند دا تمرینونه د هېواد له بېطرفۍ سره په ټکر کې بللي، خو د پوځ ویاند دغه نیوکې رد کړي او ویلي یې دي چې ټول غړي ګډون ته بلل شوي وو.