Asset 1SWN

چین خپله دفاعي بودیجه ۷ سلنه لوړوي

11543808t1haa0c

چین ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره به خپله دفاعي بودیجه ۷ سلنه لوړه کړي.

د چین لومړي وزیر لي‌چیانګ د پارلمان د کلنۍ غونډې پرانیستې پر مهال ویلي چې هېواد به یې د جګړه‌ییز چمتووالي د پیاوړتیا لپاره چمتووالی ونیسي او د «پرمختللو جګړه‌ییزو وړتیاوو» د پراختیا بهیر به چټک کړي.

نوموړي همدارنګه له ۴.۵ تر ۵ سلنې پورې د اقتصادي ودې وړاندوینه کړې او ویلي: «دا ټول ګامونه به زموږ ستراتیژیک ظرفیت لوړ کړي، څو د چین حاکمیت، امنیت او پرمختیايي ګټې خوندي کړو.»

د چین د پوځي بودیجې زیاتوالی په پرله‌پسې توګه د اسیا له ډېرو هېوادونو لوړ پاتې شوی او ۲۰۲۵ کال کې د اسیا د ټولو پوځي لګښتونو شاوخوا ۴۴ سلنه د چین برخه وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې منځنۍ کچه شاوخوا ۳۷ سلنه وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام