د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د چین سفیر جاوشینګ سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې هېواد یې افغانستان سره د روغتونونو د تجهیز او د برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ښاغلي حنفي دغه لیدنه کې د چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ویلي: «چین د یوه ښه ګاونډي په توګه له کلونو راهیسې افغانستان سره سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې لري، اوس هم د پیاوړتیا او اړیکو پراخېدو ته هڅې شوي. حنفي دې لیدنه کې له چینايي پانګهوالو غوښتنه وکړه چې د برښنا تولید، روغتونونو تجهیز او روغتیايي مرکزونو د مشینري نویو کولو برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي.»
فطرت زیاتوي چې د چین سفیر هم د رییسالوزرا اداري مرستیال سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې بېلابېلو په ځانګړې توګه د روغتیا، د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د سړو خونو جوړولو، بیرته راستنېدونکو ته د سرپناه برابرولو او د کانونو استخراج په برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.
د روغتیا او د برښنا تولید برخه کې د چین د همکارۍ غوښتنه داسې مهال کېږي چې لرېپرتو سیمو کې ګڼشمېر هېوادوال د درملنې خدمتونو او دوامداره برښنا ته لاسرسی نهلري.
د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکې فرزانه وايي: «زموږ سیمه کې کلینیکونه کم دي او پر څو کلیو یو کلینیک رسېږي چې خلک ستونزه کې دي. ژمي کې لارې تړلې وي، خلک اړ دي چې شخصي موټر کرایه کړي او ناروغ شار ته ولېږدوي. یو عاجل ناروغ چې پیدا شي، څنګه به یې، روغتون ته رسوو.»
د روغتیا برخه کې د ستونزو ترڅنګ، افغانستان د برښنا د تامین په برخه کې هم ننګونو سره مخ دی.
د هرات اوسېدونکې پروین چې د خیاطۍ مرکز لري سلاموطندار ته وايي، د برښنا نهشتون او دوامداره پرچاوۍ د هغې کاروبار ټکنی کړی دی.
نوموړې وویل: «برښنا چې غواړو، برښنا نشته او ډېر خلک ورته اړتیا لري؛ زه خیاطه یم او برښنا ته اړتیا لرم، که برښنا ښه، ګنې، د ماشین څرخ تاووم او کار مې مخته وړم، شاګردان هم لرم، که برښنا نهوي، کار مخته نهځي.»
د درملنې خدماتو او دوامداره برښنا ته د لاسرسی د هېوادوالو له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کیږي او د اسلامي امارت چارواکو تېرو شاوخوا دریو کلونو کې په وار وار له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې افغانستان کې د روغتیا او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
خو د چارو کارپوهانو تل ټینګار کړی چې د برښنا د تولید او د روغتیا په برخه کې د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې سرپرست حکومت جامع کړنلارې وړاندې کړي، د افغانستان سرچینې مدیریت کړي او دغو برخو کې پانګونې را جلب کړي.