Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوربند نقض؛ د اسراییلو بریدونو کې ۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

Palestinians run as a building hit by an Israeli air strike collapses, in Gaza City, September 5, 2025. REUTERS/Mahmoud Issa     TPX IMAGES OF THE DAY

د اسراییل له‌خوا پر غزې د وروستیو هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، دا بریدونه تېره ورځ د غزې په شمال پر جبالیا کډوالو کمپ، په سوېل کې پر خان‌یونس او د ښار په ختیځ کې د تل‌الهوا پر سیمو شوي دي.

هم‌مهاله، د حماس ویاند، حازم قاسم، دا بریدونه «نوی ټول‌وژنه» او «جرمي تشدید» بللی او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزې د روغتیايي او محلي چارواکو د معلوماتو پربنسټ، د اوربند له عملي‌کېدو راهیسې لږترلږه ۶۰۱ فلسطینیانو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی او ۱،۶۰۷ نور ټپیان شوي دي.

همداراز، د غزې د دولتي رسنیو دفتر ویلي چې اسراییل د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې څخه د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ تر ۱۰مې پورې لږترلږه ۱،۶۲۰ ځله د اوربند تړون نقض کړی دی.

چارواکي د نړیوالې ټولنې له لوري د بېړني اقدام غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د ملکي وګړو ساتنه او د اوربند بشپړ درناوی باید تضمین شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام