Asset 1SWN

سلام وطندار

سي‌بي‌اس شبکه: ټرمپ پر وینزویلا د برید امر کړی

‌ډونالډ ټرامپ 34

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وینزویلا کې پر ځینو اهدافو د برید امر صادر کړی.

د سي‌بي‌اېس شبکې نن (شنبه، جدي ۱۳) راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر ځینو اهدافو د برید امر کړی.

د وینزویلا حکومت هم د امریکا د بریدونو په غبرګون کې اعلان کړی چې واشنګټن به «د دې هېواد د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.»

کاراکاس ویلي چې د امریکا د برید هدف «د وینزویلا د تېلو او معدني سرچینو تصاحب» دی.

د وینزویلا حکومت ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی. د راپورونو پر اساس، نن شنبه سهار مهال د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس کې لږ تر لږه ۷ چاودنې شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه چاودنې داسې مهال شوي چې د امریکا متحده ایالاتو او وینزویلا ترمنځ تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی دی.

امریکا همدارنګه دې وروستیو اونیو کې د وینزویلا په سواحلو کې دوه نفت‌وړونکي کیښتۍ نیولي او د ۳۰ کیښتیو پر وړاندې چې حکومت یې وایي مخدره توکي یې لېږدول، مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جدې په اتمه وویل، د وینزویلا پر یوه بندر یې برید کړی، هغه بندر چې ویل کېږي هلته د نشه‌یي توکو د لېږد لپاره کښتۍ بارېدې.

دا د امریکا له لوري پر وینزویلا لومړنی اعلان شوی برید بلل کېږي چې موخه یې د ولسمشر نیکولاس مادورو پر حکومت فشار راوستل او له واکه لرې کول دي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې ده د امریکا مرکزي استخباراتي اداره (سي‌اې‌اې) ته په وینزویلا کې د پټو عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام