Asset 1SWN

کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکي: د لمپي‌سکېن ناروغۍ ډېرېدو اندېښمن کړي یوو

51f99d6c-96bd-43d9-a1ae-a975ba4b7cb9

کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکي وايي چې دغه ولایت کې د «څارویو لمپي‌سکېن» ناروغۍ زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دغه ولایت کې فار‌م‌لرونکي له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې څاروي یې، د یادې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي او په وینا یې، که واکسین نه‌شي، ډېرې غواګانې به یې له‌منځه لاړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار دامان ولسوالي کې د غواګانو فارم‌لرونکي دوست محمد سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ کلي څلور پنځه دغوګانو فارمونه شته، ځینو فارمونو کې يې یوه یا دوې غوګانې، مړي کړي او ځینې لاهم ترې په امن کي دي. زموږغواګاني يې تر مرګ رسولي، اوس دغه غوا، نیولې، دې غوا مخکې پنځه منه شیدې کولې، اوس غړپ لا  نه‌کوي.»

د دې ولسوالي یوه بل فارم لرونکي حاجي خان هم وویل: «تېرکال يې زما غواګانې نیولې وي، ډير زیان مي وکړ. شل پنځه ویشت ورځې مې ډاکټران ورته راوستل، یوازې مې، اته سوه افغانۍ د ډاکټر د لارې کرایه ورکوله، دو زره تر درې زره مې ډاکټر ته ورکولې سږکال يې بیا دوې غواګانې راڅخه نیولي، که دا مرض زیات شي، موږ په دېر زیان وکړو.»

د یاد ولایت کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېرکال دغه ولایت کې د لمپي‌سکېن ناروغۍ خپرېدو له امله څه باندې ۱۶۰۰ غواګانې له‌منځه تللې وې.

د کندهار کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د ملاتړو مرستندویه بنسټونو په همکاري دغه ناروغۍ مهار کړي. د کندهار کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ډاکټرفهیم وویل: «غواګانو کې دا لمپي‌سکین په نوم دا نوې ناروغي ده چې تېرکال د کاونډي پاکستان څخه هېواد ته راغلې. تېرکال يې په سرحدي ولسوالیو تر ۱۶۰۰ زیاتې غواګانې مړې کړي، دا ناروغۍ په غواګانو کې د شیدو او خوراک د کموالي سبب هم کرځي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کندهار کې دامهال ۶۵۰ د غواګانو فارمونه فعاله شته چي شاوخوا ۱۲۵زره غواګانې په‌کې ساتل کېږي چې د فارم‌لروونکو په خبره، داسې غواګانې هم په‌کې شته چې تر ۸۰۰زره افغانیو قیمت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام