
ژمی او ککړه هوا؛ یوازې لیندۍ میاشت کې ۱۸۶ ماشومان مړه شوي
د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو او ککړېدو سره، کابل کې تنفسي په ځانګړې توګه د سینهوبغل ناروغۍ ډېره شوې.
د دغه روغتون د احصاییې مسوول اسدالله عبدالرحیمزي وویل، تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، دغه روغتون کې ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی.














