د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې هر ساعت د زېږون پرمهال یوه مور مري

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستیاله مکتا شرما وايي چې هر یوه ساعت کې د زېږون پرمهال یوه افغان مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړې دغه څرګندونې نن دوشنبه، اپرېل اوومه، د عامې روغتیا وزارت له لوري کابل کې د روغتیا نړیوالې ورځې په نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

فاطمه: ژوند مې یوازې همدې تنور ته خاورې کړ

«دا تنور چې سوځي، یوازې مې همدې ته ژوند خاورې کړ. راځم ډوډۍ پخوم، لږ ډوډۍ مې ماشومانو ته هم وړم. دا هم ژوند دی.»

فاطمه چې شاوخوا پنځوس کلنه ښکاري، ديارلس کاله کېږي چې يوې ويجاړې شوې خاورینې کوټه کې پر جوړ تنور ډودۍ پخوي.

فاطمه هر سهار د کابل له لوېدیځ دشت‌برچي سیمې څخه پل‌سرخ ته راځي، څو د نورو لپاره د ډوډۍ په پخولو سره، د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي.

ملګروملتونو ویاند: هیله‌ ده د افغان‌نجونو پر زده‌کړو محدودیت تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، که چېرې افغانستان کې روان وضعیت او د سرپرست حکومت محدودیتونه همداسې دوام وکړي، له ۴ میلیون ډېرې افغان نجونې به د زده‌کړو د دوام له حقه محرومې شي.
هغه د یونیسف د وروستي رپوټ پر بنسټ یوې خبري غونډې ته ویلي، افغانستان کې دامهال ۲.۲ میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې دي او تمه لري چې دغه وضعیت دوام ونه‌کړي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ ۱۴۰۳کال کې د افغان مېرمنو د وژنې او ځان‌وژنې ۹۲ پېښې ثبت شوي

افغانستان کې د مېرمنو وژنې او ځان‌وژنې پېښو ارزونې په اړه د سلام‌وطندار ارزونې ښيي چې د ۱۴۰۳کال پرمهال رسنیو په هېواد کې د وژنې او ځان‌وژنې د ۹۲ پېښو راپور ورکړی دی.

دغه شمېرې ښيي چې په منځنۍ کچه رسنیو کې هره میاشت د مېرمنو د وژنې او ځان‌وژنې پېښې ثبت شوي دي.

ډاکټران: یوشمېر خواړه مېرمنو کې د «اپنډېکس» لامل کېږي

کابل کې یوشمېر ډاکټران وايي چې یوشمېر خواړه او معدې ناروغۍ ښځو کې د «اپنډېکس» ناروغي لامل کېږي.

دوی زیاتوي چې دا ستونزه ناروغ ته ناوړه پایلې لري او په وینا یې، د ناسم تشخیص له کبله د مېرمنې ترمنځ د ناامیندوارۍ لامل هم کېدای شي.

غور کې یوې مېرمنې نورو ښځو ته د خیاطي زده‌کړې زمینه برابره کړې

 ۳۶ کلنه فیروزه په خپلو ستړو لاسونو او په ډېرو هیلو سره د خیاطي ماشین څرخ تاوه وي، څو د خپل ژوند اړتیاې پرې برابرې کړي.

هغه وايي: «له کوچني‌والي مې دا هیله وه چې خیاطي وکړم، ګلدوزي وکړم او له دې لارې عواید ولرم، خپلې کورنۍ سره د اړتیاو برابرو کې مالي مرسته وکړم.»

سوداګرې مېرمنې: له مالي ملاتړ پرته مو  خپل کاروبار په پښو درولی

سلام‌وطندار له ۲۲ سوداګرو او کاروباري مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې یادې مېرمنې له شته ستونزو سره سره پر دې بریالۍ شوي چې خپل کوچني کاروبارونو ته له کوره پراختیا ورکړي او د پام وړ لاسته‌‌راوړنې ولري. د کابل اوسېدونکې ۲۳کلنه قدسیه له درېوو کلونو راهیسې خیاطي کوي.

ناسمو باورونو د رواني مشورې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ستونزمن کړی

د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې له هغو ۳۰ ځوانانو سره چې له رواني ستونزو کړیږي، د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې ۱۲ یې د ټولنې د منفي لیدلوري له وېرې، اقتصادي ستونزو او په رواني خدماتو د ‌باور نه‌لرلو په دلیل د مشورې ترلاسه کولو لپاره مراکزو ته مراجعه نه‌ده کړې.

غزني کې یوشمېر نجونې د وینې کمښت له ناروغي رنځ وړي

غزني کې یوشمېر نجونې وايي چې د وینې کمښت ناروغي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي. دوی وايي، د وینې کمښت اړوند درملو برابرولو ورته ستونزمن دي.

غزني کې ډاکټر محمداشرف صاحب‌زاده وايي چې نجونو د وینې کمښت بېلابېل لاملونه لري.

«یوه انسټیټیوټ کې مې کار کاوه؛ خو له کار د ښځو ګرځولو وروسته، تسلیم نشوم»

افغانستان کې د ښځو پروړاندې روان وضعیت سره سره یوشمېر مېرمنو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او نورو مېرمنو ته یې هم د کار کولو زمینې برابرې کړې دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې دغه مېرمنې په سوداګرۍ، صنعت، طبابت، رسنیو او کرنیزو برخو کې فعالیت کوي.

مجاهد: هېڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف یا هغې ته په بده وګوري

د سرپرست حکومت ویاند ذب-ېح‌الله م.جاهد د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې افغان مېرمنې په هېواد کې له رواني او فزیکي اړخه په خوندیتوب کې ژوند کوي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان مېرمنو د عزت او حقوقو ساتنه د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی.

ملګري ملتونه: ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه ګواښونو سره مخ دي

د مارچ ۸مې د ښځو نړیوالې ورځې په رانژدې کېدو سره، ملګروملتونو یوه رپوټ کې ویلي، د نړۍ په سطحه د ښځو او نجونو حقونه له بې‌مخینې ننګونو سره مخ شوي دي.
دغه رپوټ کې چې د کب په ۱۶مه خپور شوی راغلي چې ۲۰۲۴ کال کې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ یو پر څلورمه برخه دولتونو شاه‌تګ لرلی دی.