
نړیوال جام کې د ویاړلې لوبډلې د سفر پای؛ راشدخان: له باور مو مننه!
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نن پنجشنبه، چنګاښ ۷مه، له سوېليافریقا سره سیالي وکړه چې سوېليافریقا دغه لوبه د ۹ وېکټو وګټله.
له دې ماتې سره نړیوال جام کې د افغانستان د ویاړلې لوبډلې تاریخي او له لاستهراوړنو ډک سفر هم پای ته ورسېد.














