بندامیر او امو نن د شپږیزې لیګ پای‌لوبه کوي

ټاکل شوې چې د امو نهنګان او بندامیر ښاماران کرېکټ لوبډلې نن شنبه، وږي درېیمه د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو پای‌لوبه وکړي.

دغه سیالي به نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې پیل شي. بندامیر او امو دواړو روان لیګ کې اته-اته لوبې وکړې چې پنځه-پنځه لوبې وګټلې او درې یې وبایللې.

وروستیو لوبو کې د امو نهنګان لپاره فضل‌الحق فاروقي ښه ځلېدلی او ښامارانو لپاره بیا صدیق اتل ډېرې منډې جوړې کړې دي.

شپږیزه لیګ؛ بندامیر او سپین‌غر خپل سیالان مات کړل

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه دوه لوبې وشوې چې لومړۍ لوبه کې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې مېس‌عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دویمه لوبه کې بیا بندامیر ښاماران لوبډلې د ۱۲ منډو په توپیر بُست ساتونکي لوبډله له مخې پورته کړه.

ازاد لوبډلې د لښکرګاه د ټېپ‌بال سیاليو اتلولي وګټله

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د «ټيپ‌بال شپنیو سیالیو اتلولي» د ازاد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ‌بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز لښکرګاه کي د ۲۰ لوبډلو ترمنځ درې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.

د شل اووره سیالیو نوی ریکارډ؛ د سامووا لوبغاړي یوه اوور کې ۳۹ منډې وکړې

د سامووا کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌وهونکي ډاریوس ویسر د شل اووره سیالیو په یوه اوور کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

هغه دغه ریکارډ د وانواټو کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې د ۲۰۲۶کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې په سیالیو کې په خپل نوم کړ.

سپین‌غر شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ د نهم پړاو روانو سیالیو کې نن شنبه، زمري ۲۷مه، سپین‌غر ټایګرز لوبډلې په دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

سپین‌غر او امو شارکز لوبډلو نن د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې امو لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او سپین‌غر ته یې، د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ.

امو لوبډلې شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې د امو شارکز لوبډلې له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته نن دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

امو لوبډلې د بُست ساتونکي لوبډلې ته په شپږ وېکټو ماته ورکړه. دغه سیالي نن جمعه، زمري ۲۶مه د کابل کرېکټ لوبغالي ترسره شوه.

بندامیر لوبډلې په شپږیزه لیګ کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالي نن دوشنبه، زمري ۲۲مه په کابل کې کرېکټ لوبغالي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې بندامیر ډراګنز لوبډلې د سپین غر ټایګرز پر وړاندې لوبه وکړه چې دغه لوبه یې، د ۱۹ منډو په توپیر وګټله.

له ۳۲ ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۵ یې د خوښې تفرېح ته لاسرسی نه‌لري

د هېواد په یوولس ولایتونو کې له ۳۲ نجونو او هلکانو سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې د یادو ځوانانو له ډلې، ۲۵ هغه یې، د خپلې خوښې تفرېحې ته لاسرسی نه‌لري. په دغه سروې کې د کابل، جوزجان، تخار، کندوز، بامیان، بادغیس، سرپل، فراه، کاپیسا، ننګرهار او فاریاب ولایتونو له ځوانانو سره مرکې شوې دي.

احسان جنت د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت د فساد له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې احسان جنت د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع کړی دی.

سریلانکا نن له هند سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د سریلانکا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن یکشنبه، اګسټ څلورمه دواړه لوبډلې د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیل شي.

افغانستان په لومړي ځل له سويلي‌افریقا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي

د افغانستان کرېکت ملي لوبډله به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په خپل کوربه‌توب د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان لوبډله به شارجه کې د سوېلي‌افریقا پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

راشدخان شل اووره نړیوالو لوبو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان په نړیوالو شل اووره سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

نوموړی په نړیواله کچه دویم لوبغاړی دی چې دومره وېکټې ترلاسه کوي. د وېسټ انډیز ډېوېن براوو په نړیواله کچه لومړی لوبغاړی دی چې په شل اووره سیالیو کې یې، تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.