افغانستان د فوټسال نړیوال جام کې له اوکراین سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د فوټسال نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن شنبه، سپټمبر ۲۱مه  د اوکراین پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د شپې ۷:۳۰ بجې د اوزبیکستان په «انډي‌جان یونېورسل سپورټس کمپلېکس» لوبغالي کې پیل شي.

د میرویس اشرف او نصیب‌خان کاري مودې وغځول شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یاد بورډ مشر میرویس اشرف کاري موده د راتلونکو درېوو نورو کلونو لپاره غځول شوې.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، وږي ۲۸مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د رییس‌الوزرا د ۸۲۰مې ګڼې حکم پر بنسټ، د افغانستان کرېکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف کاري موده د یوې بلې کاري دورې (۳کلونو) لپاره غځو شوې.

د فوټسال نړیوال جام کې نن څلور لوبې کېږي

د فوټسال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو اته لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه کې به نیدرلنډز له کاسټاریکا لوبډلې سره سیالي وکړي.

پر ټولنیزو رسنیو د رونالډو د څارونکو شمېر یو میلیارډ ته ورسېد

پر ټولنیزو رسنیو د پرتګال فوټبال ملي لوبډلې وتلي ستوري «کرېسټیانو رونالډو» د څارونکو شمېر یو میلیارډ کسانو ته رسېدلی دی.

رونالډو چې دا مهال د سعودي عربستان په النصر فوټبال کلب کې لوبېږي، پر خپل انسټاګرام لیکلي چې د څارونکو شمېر یې، یو میلیارډ کسانو ته رسېدلی دی.

د سوېلي‌افریقا پر وړاندې د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ‌ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، بلال سمېع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

تېرکال افغان ورزشکارنو په نړیواله کچه ۹۲ مډالونه ګټلي

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او ۹۲ مډالونه یې، ګټلې دي.

دغه څرګندونې د یاد ریاست مسوولانو نن شنبه، وږي ۱۷مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

ورلډ‌اُف‌سټاټسټکس: افغانستان کې کرېکټ مشهوره لوبه ده

د احصایې نړۍ په نوم نړیواله اداره وايي چې افغانستان کې مشهوره او ډېره خوښونکې لوبه، «کرېکټ» دی.

دغې ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او یادو هېوادونو کې د مشهورو لوبو نوملړ خپور کړی چې افغانستان د کرېکټ لوبې سره د یاد نوملړ په سر کې دی.

د افغانستان‌‌الف لوبډلې تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.

په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د یوشمېر لوبغاړو ترڅنګ د قوش‌تپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ د ځلېدلو لوبغاړو نومونه هم لیدل کېږي.

د نیوزیلنډ او افغانستان ټسټ‌لوبه؛ ۲۰ لوبغاړي سبا هند ته ځي

د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د «یوازینۍ ټسټ» لوبې د تمریناتي کمپ لپاره د شلو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ چې سبا چهارشنبه، وږي اوومه به د هند پر لوري وخوځېږي.

په اعلان شوي نوملړ کې یو‌شمېر هغه لوبغاړي هم لیدل کېږي چې د سږکال د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو کې یې، ښه لوبې وکړې.