پاکستان کې د چمپیزټرافي سیالي پیل شوې

د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب نن چهارشنبه، فبرورۍ ۱۹مه د چمپینزټرافي سیالي پیلېږي چې لومړۍ لوبه کې به کوربه‌ له نیوزیلنډ سره سیالي وکړي.

په دغه جام کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره په‌کې سیالي وکړي.

ریال ماډریډ او منچسټرسیټي نن شپه لوبه لري

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ کې د اسپانیا ریال ماډریډ لوبډله د انګلستان له منچسټرسیټي لوبډلې سره نن شپه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د منچسټرسیټي په کورني لوبغالي «اتحاد» کې پیل شي.

کرېکټ بورډ د چمپینزټرافي لپاره د ملي لوبډلې لباس رسنیز کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ په پاکستان کې کېدونکې چمپینزټرافي یا اتلانو جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لپاره جوړ شوی لباس رسنیز کړ.

کرېکټ بورډ نن پنج‌شنبه، سلواغې یوولسمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې جوړ شوي لباس کې د جام څلي ښکلا ځای پر ځای شوې.

عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴کال د یوورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي په ۲۰۲۳کال کې د ښو لوبو له امله د ۲۰۲۴کال د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی. عمرزي د خپلې توپ‌وهنې او توپ‌اچوونې پرمټ افغانستان لوبډلې ته پیاوړی دریځ ورپه برخه کړ.

لوګر کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او روزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، په دغه سیالیو کې د ولایت په کچه د والېبال ۱۲ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.

د وزیرمحمداکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالي پیل شوې

د وزیرمحمداکبر خان ۱۶م پړاو دویمه درجه ولایتي لوبې نن شنبه، جنورۍ ۱۱مه په رسمي توګه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

دغه سیالي د هېواد په څلورو ولایتونو کې کېږي چې د جنورۍ له یوولسمې د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري.

نیمار: د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام به زما وروستی جام وي

د برازیل فوټبال ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نیمار وايي چې د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام  کې به د وروستي ځل لپاره ولوبېږي.

د نوموړي په وینا، ډاډه دی چې برازیل به د شمالي امریکا په کېدونکي نړیوال فوټبال جام کې پای‌لوبې ته ورسېږي.
نیمار دا مهال د سعودي عربستان فوټبال لیګ کې له الحلال لوبډلې سره لوبېږي.

یونس‌خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزنکي په توګه ټاکل شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پخوانی لوبغاړی یونس‌خان د کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، مرغومي ۱۹مه پرخپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې یونس‌خان یې، د راتلونکي چمپینزټرافي سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي پر دنده ګومارلی دی.