
د ملي دفاع وزارت: پرمختللې اردو به جوړه کړو
د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې سرپرست حکومت د یوې پیاوړې او پرمختللې اردو د جوړولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، له همدې امله خپله ډېره بودیجه دې برخه کې لګوي. د دفاع وزارت د یوکلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې لوی درستیز محمدفصېحالدین فطرت وویل چې هڅه کوي، څو د پرمختللو هېوادونو په څېر یوه اردو جوړه کړي.














