
شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ ۱۳پاکستاني پوځيان وژل شوي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. دغه ځانمرګی برید

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. دغه ځانمرګی برید

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» حضور په اړه د امریکا د استازو جرګې تازه ادعا په کلکه رد کړې.
ښاغلي مجاهد د امریکا د استازو جرګې هغه ادعا رد کړې چې افغانستان کې بهرني ترهګر حضور لري او له دغه هېواده کوم خطر متوجه دی.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د راپورونو پر اساس،

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني کاپیسا ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې ټولبښنه شوې او هېڅوک دې اندېښنه نهکوي.
نوموړي پرون چهارشنبه، چنګاښ څلورمه، یاد ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال همداراراز ټینګار کړی چې د پخواني حکومت مسوولان، کولای شي، خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه درې کسان د جانيخېلو ولسـوالي د نشهیي توکو پر ضد منسوبـینو له لوري نیول شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی چې سلګونه فلسطینیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د راپورونو پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۸۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان دي.
راپور کې ویل شوي چې ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

د دفاع وزارت ویلي چې ۲۱۷ عمري قول اردو کې ۵۲۹ عرادې بېلا بېل ډوله پوځي وسایط او ۳۸ ميله مختلفالنوع وسلې ترمیم شوي. دفاع

د کندوز امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه یتیمه نجلۍ چې له کلونو راهیسې په یوه کور کې بندي وه، ازاده کړې ده.
د مسوولانو په وینا، دغه یتیمه نجلۍ د کندوز د امام صاحب ولسوالي په اړوند سیمه کې له کلونو راپدېخوا بندي شوې وه چې د کشفي عملیاتو پرمهال له بنده ازاده شوې.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران او اسراییل ترمنځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند تړون منلی دی.
نتانیاهو وايي، دوی په ایران کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او د پیل کړې جګړې هدف چې د ایران اټومي تاسیسات او توغندیز ګواښ و، له منځه ولاړ.
نتنیاهو ویلي چې نن به په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې له برید وروسته، نن سه شنبه سهار پر اسراییل تازه توغندیز بریدونه کړي.
دغو بریدونو کې ٣ اسراییلیان وژل شوي او ٦ ټپیان دي.
ورته وخت کې د اسراییل ۱۲ شبکې هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په ۱۲مه ورځ د ایران یو توغندی د اسراییل په سویل کې په یوې ودانۍ لګېدلی چې ۳ کسان یې وژلي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه د امریکا د ولسمشر ادعا رد کړه. ښاغلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او ایران ترمنځ “بشپړ” اوربند شوی دی.
ان بي سي شبکې نن )سهشنبه، سرطان ٣) راپور ورکړی چې ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه کړې چې “په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.”
د راپور پر اساس، ټرمپ تمه ښوولې چې اوربند “د تل لپاره” دوام وکړي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران له لوري په العدید اډې توغندیز برید په کلکه غندي.
بیانیه کې ویل شوي چې په العدید اډې د ایران برید د قطر د حاکمیت، هوایي حریم او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
بیانیه کې راغلي چې: “قطر حق لري چې د سرغړونې د نوعیت او اندازې او د نړیوالو قوانینو سره سم مستقیم ځواب ورکړي.”

د راپورونو پر اساس، ايران په قطر کې د امريکا پوځي اډې ويشتلو لپاره پر دغه هېواد توغندي توغولي دي.
د ایران وسلهوالو ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، سرطان دویمه) یوه بیانیه کې وویل چې سپاه پاسداران قطر کې د امریکا په العدید اډې شپږ توغندي توغولي دي.
ورته وخت کې رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د قطر دوحې کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر ایران د برید له امله ښايي منځني ختیځ کې د امریکا ګټو او یا

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د ایران په سولهییزو اټومي تاسیساتو د امریکا برید وحشتناکه دی او ناوړه پایلې به ولري.
هغه وویل، امریکا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، د ایران پر سولهییزو اټومي تاسیساتو برید سره یې، د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د مخنیوي تړون څخه سرغړونه کړې.