
پر غزې د اسراییل بریدونه؛ په یوه ورځ تر ۱۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي
اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې تېره ورځ جمعه دغو بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، ۱۲ کسان هغه وخت ووژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول کله چې اسراییلي ځواکونو هغه ملکي وګړي په نښه کړل چې د غزې ښار جنوب لوېدیځ کې د مرستو لپاره راټول شوي وو.














