د افغان نجونو کډوالي؛ ټولنیزو، رواني او فرهنګي ننګونو سره مخامخېدل

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره هم‌مهاله او د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیزو محدودیتونو له امله یوشمېر نجونو په یوازې توګه کډوالۍ ته مخه کړې.

سلام‌وطندار له هغو ۱۸ نجونو سره په خبرو کې چې یوازې کډوالې شوي، موندلې چې دغه نجونې د کډوالۍ په لاره کې له رواني، فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وې.

د نارینه‌ محرم شتون؛ مېرمنې: د تګ‌راتګ پرمهال ستونزو سره مخ یوو

سره له دې چې هېوواد کې مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، له کوره د وتلو پرمهال مېرمنو سره د نارینه محرم شتون لازمي‌کېدل، هغه مېرمنې چې خاوندان یې، مسافر دي، له ستونزو سره مخ کړي. ویل کېږي هېواد کې د امربالمعروف او نهې عمن‌المنکر قانون له توشېح وروسته ځینو ولایتونو کې د ښځو پر تګ‌راتګ محدودیتونه زیات شوي دي.

کارپوهان: افغانستان د یوه کمربند او یوې لارې پروژې سره د نښلېدو ظرفیت لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور چین کې د یوه کمربند او یوې لارې د غړیو هېوادونو د وزیرانو په درېیمه غونډه کې ویلي چې دغه لویه پروژه کولای شي، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د صادراتو ساحه پراخه کړي.

مجاهد: د برېکس غړي هېوادونه دې د سیمې پر اقتصادي موضوعاتو تمرکز ولري

د چین، روسیې، هند او د برېکس د نورو غړو هېوادونو مشرانو د روسیې په کازان ښار کې د دغه سازمان د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او پر ا.ا یې غږ کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.

سرپرست حکومت غور کې د داعش پټن‌ځای له‌منځه وړی

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکس‌پانه لیکلي چې امنیتي ځواکونو «یکشبنه شپه» د غور «مارکو» سیمه کې د داعش پر پټنځای عملیات کړی دی.

ذبېح‌الله مجاهد لیکلي چې دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د یوه مشر په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او یوشمېر نور نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، نیول شویو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

سرپرست حکومت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د هېوادونو همکاري غواړي

د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قومندان احمدعلي ګودرزي د «یکشنبه، تلې ۲۹مه» د ایران له دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد ته يې د نشه‌يي توکو ۸۰ سلنه قاچاق د افغانستان او پاکستان د پولو له لارې کېږي.

مېرمنې او بې‌مسوولیته خاوندان؛ «د چرګې هګۍ خرڅوم، څو لګښتونه پرې برابرکړم»

سلام‌وطندار له ۲۲ مېرمنو سره مرکې کړې چې خاوندان یې، په سمه توګه د کورنۍ سرپرستي نه‌کوي او خپل مسوولیتونه سر ته نه‌رسوي.

دغه مېرمنې چې د ژوند اړتیا برابرولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خاوندانو له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند هم شکایت لري.

د بادغیس-فاریاب پر لاره د وسله‌والو غلو برید کې ۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او بادغیس ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د وسله‌‌والو غلو د برید له امله پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته ویلي، پېښه پنج‌شنبه، تلې ۲۶مه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو وسله‌‌والو غلو پر یوه پلانکوچ موټر برید وکړ.

امریکا اسراییلو ته د توغندیو ضد وسله ورکوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هېواد یې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د پیاوړتیا لپاره د توغندیو ضد یوه پرمختللې وسله (ټاډ) دغه هېواد ته ورکوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بایډن دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د ملاتړ په موخه کوي.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د ا.ا له استازي پرته په پاکستان کې جوړېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد به د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ا.ا دې غونډې ته نه‌دی ور بلل شوی. د خبرپاڼې له ‌مخې، په یاده غونډه کې به د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر اقتصادي، سوداګریزو، د چاپېریال اړوند او فرهنګي همکاریو خبرې وکړي.

هرات کې یوه کس خپل پلار وژلی

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط‌‌سنګي ولسوالي اړوند سیمه کې یوه کس خپل پلار وژلی دی.

پېښه نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه رامنځته شوې.

درېوو ادارو باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس‌لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ

د ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ترمنځ په هېواد کې د ډاډمن ټرانزیټ او پانګونې جذب په موخه باروړونکو موټرو کې د ځیرک قلفونو لګولو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن چهارشنبه، تلې ۱۸مه کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال لاسلیک کړ.

مجاهد: د مسکوفارمټ ناسته د افغانستان او سیمې لپاره ښه پرمختګ و

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه روسیه کې د یوشمېر هېوادونو د استازیو او د سرپرست حکومت د پلاوي په ګډون «جمعه، تلې ۱۳مه» جوړه شوه چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو په‌کې بحث او خبرې وشوې.

د سرپرست حکومت د ویاند ذبېح الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې دغه غونډه د افغانستان او د سیمې د پرمختګ لپاره مهمه ناسته وه.

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو دوام؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیروت ته تللی

که څه هم پر لبنان د اسراییلو بریدونه لا هم روان دي او ایران د تېرې سه‌شنبې په شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو ور وتوغول، خو د ایران د بهرنیو چار وزیر سیدعباس عراقچي بیروت ته تللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې عراقچي نن (د تلې ۱۳مه، جمعه) د لبنان له چارواکو سره د خبرواترو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې بیروت ته تللی دی.