د دفاع وزارت سرپرست د ایران له ځانګړي استازي سره لیدلي

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پولو امنیت په اړه بحث او خبرې شوې دي. د چارو یوشمېر شنونکي د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ د امنیت په اړه اندېښنې، د دواړو هېوادړونو په ګټه دي.

سراج.الدین حقا.ني: له نړۍ سره هر ډول تعامل به د اسلامي اصولو پر بنسټ وي

د ا.ا سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې له هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت او پراختیا ته ژمن دي. ارګ پر خپل اېکس لیکلي چې دا موضوع پرون (د لړم ۲۸مه، د دوشنبې ورځ) د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په مشري د ا.ا د سیاسي کمېسیون په ناسته کې شوې ده.

امریکا ترکیې ته: د حماس د مشرانو کوربه‌توب مه کوئ

له هغه وروسته چې له قطر څخه ترکیې ته د حماس سیاسي مشرانو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې څخه غوښتي چې د حماس د مشرانو کوربه‌توب ونه کړي. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید د حماس له ملاتړ او کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

ستانکزی: هېوادونه دې د افغانستان پروړاندې مثبته تګ‌لاره غوره کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان په اړه مثبته پالیسي غوره کړي.

ستانکزي دغه څرګندونې نن (یکشنبه د لړم ۲۷مه) په کابل کې د غوره نوښتونو د ملي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

روان کال د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲.۳ میلیونه مټریک ټُنه انتقالات شوي

تهران ته د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنیزې پټلۍ ادارې اړوند د یوه پلاوي رسمي سفر سره هم‌مهاله، د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وايي، افغانستان هڅه کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو لېږدرالېږد پراخ کړي.

کابل کې د کمپلو تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه، لړم ۲۷مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کارخونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو له لوري پرانېستل شوه. دې کارخونه کې ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې دا مهال په‌کې ۹۰۰ کسانو ته هم د کار کولو زمینه برابره شوې.

هېواد کې د مخابراتي شبکو غږیزو او انټرنیټي کڅوړو ته نوې بیې وټاکل شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، لړم ۲۴مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کولو لپاره نوې بیې اعلان کړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وویل، دغه نوې بیې د خلکو په غوښتنه د اسانتیاوو او د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځ ته کولو په موخه ټاکل شوې دي.

د اسلامي هېوادونو مشرانو غزه او لبنان کې د جګړې پر پای ته ‌رسولو ټینګار کړی

د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان پلازمېنه «ریاض» کې د عربي ټولنې او اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې د غزې او لبنان د شخړو پر پای ته‌ رسولو ټینګار کړی دی. غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۴۶زره فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

خوست کې د نشه‌يي موادو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو دوو اوونیو پرمهال د نشه‌يي توکو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن «سه‌شنبه، لړم ۲۲مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

د عبدالکبیر او رونیکا لیدنه؛ د افغانستان او اروپايي ټولنې پر اړیکو ټينګار شوی

 د رییس‌الورزا سیاسي مرستیال او د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سفارت شارژدافیرې رونیکا بوسویک‌پوهار د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

سرپرست حکومت: د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب شوې او په وینا یې، دوی باید ته وروسپارل شي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، دغه څوکۍ د اسلامي امارت حق دی او ملګري ملتونه دې د ورسپارلو لپاره له دغه حکومت سره پرېکړه وکړي.

بهرنیوچارو وزارت: هیله ده د امریکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي

عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ا.ا د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي‌، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۴.۷سلنه ګډونوالو ژوند کې الګو ټاکلې

په هره ټولنه کې د ځوانانو له لوري د الګو ټاکل، د هماغې ټولنې د خلکو د چلند او لیدلوري په جوړولو کې ډېر ارزښت لري. خلک د دې لپاره چې وکولای شي، خپل ژوند او لیدلوری ښه وټاکي، الګو ته مراجعه کوي او د خپل لیدلوري او افکار سره سم خپله الګو ټاکي. الګو ښايي سالمه او ناسالمه وي، په همدې دلیل، ټاکنه یې، هم د خلکو ترمنځ توپیر لري.

مجاهد: افغانستان کې د ټي‌‌ټي‌پي غړي شتون نه‌لري

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي ډلې «پاکستاني طالبانو تحریک» غړي افغانستان کې شتون لري.

ذبېح‌الله مجاهد وايي چې بهرنیو وګړو او ډلو ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان کې شتون ولري او له افغان خاورو د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي. په ملګروملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال عثمان جاودن ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

خوست کې وسلې او مهمات نیول شوي

د خوست امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.

د خوست امنيه قومنداني څخه نن یکشنبه، لړم ۱۳مه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د تېرې يوې مياشتې پرمهال دغه وسلې او مهمات ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو له لوري د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

لرې‌پرتو سیمو کې د قابلو کمښت؛ د مور او ماشوم ژوند ګواښ سره مخ دی

د هېواد یوشمېر لرې‌پرتو سیمو کې اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسي او د قابلو کمښت څخه شکایت کوي. یادې مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي، د روغتیایي خدمتونو نه‌شتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.