برمل کې خونړۍ شپه؛ د هغه ماشومان کیسه چې کورنۍ یې تر خاورو لاندې شوه

پاکستاني ځواکونو د مرغومي په څلورمه، د سه‌شنبې شپه د پکتیکا د برمل ولسوالي پر لامن، مرغه او سوزغمي سیمو هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو غږ د شپې ارامي ماته او یوشمېر کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل چې په خوارۍ او سختۍ یې جوړ کړي وو.

یونیسف: پر پکتیکا د پاکستان برید کې ۲۰ ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، پر پکتیکا د پاکستاني پوځ هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.
په سوېلي اسیا کې د یونیسف سیمه‌ييز مدیر سانجي ویجسکرا د مرغومي په شپږمه، د پنجشنبې ورځ پر اېکس د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او لیکلي یې دي: «ماشومان هېڅکله موخه نه‌دي او نه باید واوسي.»

ناپېژنده وسله‌والو په پروان کې «دوه ورونه» وژلي

د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې دوه ورونه وژلي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه د مرغومي په پنځمه، د چهارشنبې شپه شاوخوا نهه بجې د جبل‌السراج په مناره سیمه کې شوې ده.

متقي: پاکستان دې سنجول شوی سیاست غوره کړي

نن د مرغومي شپږمه یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کلیزه ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، پاکستان باید سنجول شوی سیاست غوره کړي. هغه په دې غونډه کې د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، افغانان هېڅکله پر خپلې خاورې یرغل نه ‌مني.

اسراییلو په غزه کې پنځه خبریالان وژلي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.

ا.ا: وزارتونه باید د کورنیو محصولاتو استفادې ته لومړیتوب ورکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د کروندګرو، مالدارانو، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ریاست‌الوزرا مقام ته استولې.

د دغې کړنلارې له مخې، ټول وزارتونه اړ دي چې د کورنیو محصولاتو لګښت ته لومړیتوب ورکړي.

الجولاني پر سوریې د اسراییلو بریدونه د توجیه وړ نه‌دي

د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نه‌دي.

ترکیې له دولس‌کلن ځنډ وروسته په سوریه کې سفارت پرانېست

ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دمشق کې د ترکیې سفارت پرون له دولس‌کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.

پر حقاني برید؛ متقي: هېوادونه دې ظالمانو ته ځای نه‌ورکوي

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، خلیل‌الرحمن حقاني یو صادق کس و او په وینا یې، هغه کسان به اور کې سوزي چې داسې صادقه خلک په شهادت رسوي.

هغه دغه څرګندونې پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليل‌الرحمان حقاني جنازې مراسمو کې کړې دي.

ملګري ملتونه نن د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه کوي

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن شپه «پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه» د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه جوړه کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دغه بنسټ مشره روزا اوتنبایووا به یادې غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه معالومات ورکړي.

ا.ا د خلیل‌الرحمان حقاني «شهادت» ومانه

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپل اېکس یوه پیغام کې منلې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمان حقاني په یوه چاودنه کې «شهید» شوی دی.
نوموړي لیکلي چې حقاني نن ماسپښین (د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه) «د خوارجو په یوه ناځوانه برید کې شهید شوی» دی.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلی وکړ

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلي ترڅنګ ویلي چې د تحریر شام پلاوي او د دغه هېواد خلکو ته د «جګړې او بې‌ثباتۍ اصلي لاملونو» د له منځه وړلو له کبله مبارکي وايي.
دغه وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، تمه لري په سوریه کې روان وضعیت داسې مدیریت شي چې په دغه هېواد کې یوه سوله‌ييز او یوموټي نظام جوړېدو ته لاره هواره کړي.

د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو د «حما» ښار نیولی

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت مخالفو وسله‌والو د دغه هېواد له پوځ سره تر درې‌ورځنۍ جګړې وروسته د سوریې د حما ښار نیولی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو پرون د دغه هېواد پوځ له حما ښار څخه اېستلی دی. د راپور له مخې، د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو د یاد ښار له نیولو وروسته د دغه هېواد یوه بل لوی ښار حمص ته ورغلي دي.