
خوست کې د جرمونو په تور ۱۳ کسان نیول شوي
خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.

خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت په تمه دی چې امریکا د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.

د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي چې روانه میاشت به د علام اقبال تحصیلي بورسونو له شاوخوا ۲۲زره افغانانو انلاین ازموینه واخیستل شي.
نوموړي جمعه، جنورۍ۱۰ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د علاماقبال ۳پراو تحصیلي بورسونو کې به ترراتلونکو درېوو کلونو ۴۵۰۰ افغان زدهکوونکي د پاکستان پوهنتونونو کې زدهکړې وکړي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېحالله م.جاهد پر اېکس لیکلي چې د ریاستالوزرا پخوانی سیاسي مرستیال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي د جدي په شلمه، پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې مولوي عبدالکبیر د ا.ا د مشر هبت.الله اخوند.زاده د فرمان له مخې، د یاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د روانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په رسمي بلنه د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر کړی دی.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د افغانستان سرپرست حکومت ته د هغه هېواد د بشري مرستو په رسولو له نیوکې وروسته، د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، سرپرست حکومت له افغانستان سره د بهرنیو بشري مرستو کې هېڅ لاسوهنه نهلري. امریکا د تېرو درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې له مرستهرسوونکو بنسټونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې.

د خوست امنيه قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۳۳۴ کسان نیول شوي دي.

د هلمند امنیه قومنداني د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۸۰کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د امنیه قومنداني ویاند عزتالله حقاني وايي، دغه کسان تېرو لسو میاشتو کې د لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو اړوند سیمو کې نیول شوي.

د زابل د شاوليکوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د CAH موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.
که څه هم د پروژې مالي لګښت په اړه چارواکي څه نهوايي، خو ځايي خلک ورته خوښ دي. دغه پروژه به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړه شي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو په ګډون نن سهشنبه، جدي یوولسمه د کابل شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته عبدالغني برادر وویل، دغه بند د څه باندې ۹ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دغه کتنه کې د دغه وزارت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولینزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د ا.ا ځواکونو د ډیورنډ فرضې کرښې هاخوا پاکستان کې په څو سیمو کې غچاخستونکې بریدونه کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وايي، ځواکونو د افغانستان سوېلختیځ ډیورنډ فرضې کرښې هغې غاړې کې د «شریر عناصرو او د هغوی د ملاتړو» په څو مرکزونو او پټنځایونو چې په افغانستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره ترې کار اخیستل کېده، بریدونه کړي دي.

د خوست سلګونه اوسېدونکو نن شنبه، جدي اتمه له ډیورنډ فرضې کرښې هاخوا د اسلامي امارت د غچاخیستونکي برید په ملاتړ او د پکتیکا په برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي بریدونو پر ضد لاریون وکړ.
لاریونکوونکي چې د خوست مرکزي سرګردان چوک کې راټول شوي وو، وايي، په برمل ولسوالي د پاکستان بريدونه په افغان خاوره ښکاره تيری دی.