
پکتيا کې درې کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیـول شوي
د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه درې کسان د جانيخېلو ولسـوالي د نشهیي توکو پر ضد منسوبـینو له لوري نیول شوي دي.














