کورنیو چارو وزارت: د عاشورا مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) ویلي چې د عامه امن ځواکونو د عاشورا مذهبي ورځو په رانږدې کېدو سره، د کابل تکیه‌خانو او اړونده سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.

د مسوولانو په وینا، دغه تدابیر د هېوادوالو د امنیت ټینګښت، د احتمالي ګواښونو مخنیوي او په ارامه فضا کې د عاشورا مراسمو ترسره کېدلو په موخه نیول شوي.

د ملا برادر او اذربایجان لومړي وزیر لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا خبرې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته د سفر په ترڅ کې نن د دغه هېواد لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.
د دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د لوګر مرستیال والي: د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور او یوشمېر امنیتي مسوولانو د اهل تشیع قوم له مشرانو سره په لیدنه کې هغوي ته ډاډ ورکړی چې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر رسمآ کار پیل کړ

د بهرنیو چارو وزارت ویلي ویلي چې د روسیې لپاره د اسلامي امارت معرفي شوي استازي او سفیر ګل‌حسن حسن په رسمي توګه مسکو کې د افغانستان سفارت کې کار پیل کړی.
د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، اسلامي امارت د مسکو له لوري د افغانستان د سفیر منل یو مهم او اغېزناکه ګام بولي او هیله‌مند دی چې په دغه ګام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراختیا پیدا کړي.

ټرمپ: اسراییل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه منلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اسراييل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې سره موافقه کړې.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۰مه) ویلي، اسراييل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې سره موافقه کړې او له حماس يې غوښتي، مخکې له دې چې شرایط نور هم خراب شي دغه تړون ومني.
هغه زیاته کړې چې د قطر او مصر استازي به د اوربند وړاندیزې حماس ته وړاندې کړي.

د بودیجې کمښت؛ اوچا: افغانستان کې د ماین‌پاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له لوري په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د تېرو پنځلس کلونو پرمهال د ماین‌پاکونکو شمېر ۹۰سلنه ک شوی او په وینا یې، که بېړنۍ بودیجه برابره نه‌شي، د تر ټولو پر ماین پوښلي هېواد کې به د ماین‌پاکونکو هڅې ناکامې شي.

د اسلامي امارت پلاوی دوو غونډو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

د اسلامي امارت یوه پلاوي له مخدره توکو سره د مبارزې د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکتور د تخنیکي کمیټې دویمه ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته سفر کړی.
د اسلامي امارت پلاوی به دغو غونډو کې د مخدره توکو د مخنیوي او کنټرول لپاره د ګډو هڅو او د نړیوالو همکاریو پراختیا په برخه کې بحث او خبرې وکړي.

متقي او د مالیزیا استازي د همکاریو په پراختیا خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مالیزیا ځانګړي استازي سره لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې کړي.
ښاغلي متقي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته ډیپلوماټیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې د پراخوالي په حال کې بللي دي.

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې بهرني ترهګر حضور نه‌لري

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» حضور په اړه د امریکا د استازو جرګې تازه ادعا په کلکه رد کړې.
ښاغلي مجاهد د امریکا د استازو جرګې هغه ادعا رد کړې چې افغانستان کې بهرني ترهګر حضور لري او له دغه هېواده کوم خطر متوجه دی.

د متقي او ایران سفیر لیدنه؛ د افغان کډوالو په اېستلو خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران سفیر علی‌رضا بیکدلي سره لیدنه کې پر دوه اړخيزو مسایلو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په موضوع خبرې کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل تېره ورځ ویلي چې دغه لیدنه کې امیرخان متقي له ایرانه په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښه ښوولې.

سراج‌الدین حقاني: ټول‌بښنه شوې اندېښنه مه‌کوئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني کاپیسا ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې ټول‌بښنه شوې او هېڅوک دې اندېښنه نه‌کوي.

نوموړي پرون چهارشنبه، چنګاښ څلورمه، یاد ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال همداراراز ټینګار کړی چې د پخواني حکومت مسوولان، کولای شي، خپل عادي ژوند ته راوګرځي.