خوست کې د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیول شوی

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیولی دی.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په خوست ښار کې هغه کس نیولی چې خلکو ته به یې، جعلي ویزې او دعوت‌نامې د اصلي په نوم پلورلې او له دې لارې یې له خلکو زرګونه ډالر اخیستي وو.

روزګان کې ګڼ‌شمېر وسلې نیول شوي

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په اړوند سیمه کې یې، د وسلو او مهماتو یوه لویه ډېپو کشف او ضبط کړې ده.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند بلال احمد روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ډېپو د مرکز ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې د پخواني حکومت د یوه چارواکي په کور کې موندل شوې ده.

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې نن دویمه ورځ هم دوام لري

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې تېره ورځ د سرحدي سیمې پر سر د شخړې په دلیل پیل شوې چې نن جمعه د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري.
د ټایلنډ حکومت ویلي، دغو نښتو کې یې د یوه سرتیري په شمول ۱۴ کسان وژل شوي.
د ټایلنډ چارواکو په وینا، کمبودیا سره پوله کې له مېشتو سیمو د تخلیه شویو ملکي کسانو شمېر هم تر ۱۳۸ زره کسانو زیات شوی.

حمدالله فطرت: ټول راستنېدونکي د بښنې فرمان څخه برخمن دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، ټول راستنېدونکي د بښنې فرمان څخه برخمن دي او هېڅوک هغوی سره غچ اخیستونکی چلند نه‌کوي.
هغه ویلي، له سیاسي پلوه هېڅوک هم هېواد ته راستنېدونکو سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه‌کوي او که داسې څه پېښ شي، حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین یې جزا ویني.

لاوروف متقي ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې ښاغلي لاوروف دغو ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري.
د هغه په وینا، په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې امیرخان متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

د افغانستان بانک څه باندې څلورمیلیارډ او ۸۶۷ میلیونه زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.

د دوی په وینا، دغه مندرس بانک‌نوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانک‌نوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.

امیرخان متقي: ملګروملتونو کې ناست کس د چا استازیتوب کوي؟

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وروسپارل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

امیر خان متقي: شپږو هېوادونو سره د سفیر په سطحه اړیکې لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت تېر یوه کال کې د بهرني سیاست په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې د روسیې له لوري د رسمیت پېژنده مسله یې تر ټولو مهمه ده.
هغه نن وویل، د چین، عربي متحده اماراتو او ازبیکستان ترڅنګ، ترکیې، روسیې او پاکستان سره ډیپلوماټیک ماموریتونه د سفیر سطحې ته لوړ شوي دي.

د پوځ لوی درستیز: ډیورنډ کې لګول شوی اغزن‌سیم مونږ ته د منلو نه‌دی

د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن سیم د منلو نه‌دی.
هغه نن یوې غونډې ته وویل، تېرو څو کلونو کې ځینو هېوادونو سره سرحدي پولو کې نښتې شوي، خو په وینا یې هڅه شوې چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

فصېح‌الدین فطرت: چورلکې زموږ دي او نه‌ ترې تېرېږوو

د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت وايي چې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شویو چورلکیو په اړه خبرې روانې دي او په وینا یې، دغه چورلکې د افغانستان دي او دوی ترې نه‌تېرېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، د چنګاښ ۳۱مه د ملي دفاع وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړونو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال: پخوانیو منسوبینو له موږ زده‌کړه کړې

د دفاع وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ مرستیال محمدقاسم فرید وايي چې دغه وزارت کې پخوانیو منسوبینو له دوی زده‌کړه کړې او ټول مسلکي کسان نه‌وو.

د نوموړي په وینا، له مخکیني حکومت راهیسې د یاد وزارت کارمندانو او منسوبینو څخه یې، زده‌کړه نه‌ده کړې، بلکې یادو کارمندانو له دوی زده‌کړه کړې ده.

د حقاني او محس نقوي لیدنه؛ دواړو لوریو د امنیت برخه کې په ګډ کار ټینګار کړی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني تېره ورځ کابل کې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي سره ولیدل.
ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په برابرولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل.
هغه له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او آسانتياوو په رامنځته کېدو هم ټينګار وکړ.