
لوګر کې نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه اومان نیول شوي
د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې، د خوښۍ ولسوالي په «دوبندي» سیمه کې ۶۷۴ کېلو ګرامه اومان بوټي نیولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، نیول شوي بوټي په یوه هستوګنیز کور کې د ښېښې نشهيي توکو د جوړېدو لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.














