روسیه کې د متقي په ګډون د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د «مسکو فارمټ اوومه ناسته» د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په رسمي ګډون پیل شوه.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، متقي د رسمي بلنې پربنسټ، په دې غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت، د ثبات د ټینګښت پر لارو چارو، سیمه‌ییزو همکاریو، د مخدره موادو پر قاچاق او د ترهګرۍ پر ګواښونو بحث وکړي.

د غزې دوه کلنه جګړه؛ فلسطین د نړیوال سیاست په محور ګرځېدلی

د حماس او اسراییل جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس غورځنګ له‌خوا د «الاقصی طوفان» له عملیاتو وروسته پیل شوه، له دایمي اوربند پرته، د تازه پیل شوو خبرو تر سیوري لاندې درېیم کال ته داخله شوه.

تېر دوه کاله د اسراییل او حماس ترمنځ نښتې تر ټولو خونړی فصل بلل کېږي چې سیمه یې له ژور بشري او سیاسي کړکېچ سره مخ کړې.

بلخ کې یوې ۶۰کلنې مېرمنې رستورانت جوړ کړی

د بلخ اوسېدونکې ۶۰کلنه نجیبه حقاني چې تر څوارلسم ټولګي یې، زده‌کړې کړي، د پرله‌پسې هڅو سره توانېدلې چې مزارشریف ښار کې یو کوچنی رسټورانټ جوړ کړي.

اووه کاله مخکې، نجیبه حقاني خپل کاروبار د دوه زره ډالرو په پور او له یوې کوچنۍ خونې څخه پیل کړ، خو نن یې رستورانت پراخ شوی او ۱۴ کسان په‌کې کار کوي  چې ۱۲ یې ښځې او دوه نارینه دي.

د ټرافیکو ریاست له اجازې پرته د وسایطو ترمیم بند کړ

د ټرافیکو عمومي ریاست ویلي، هېڅ تخنیکي ورکشاپ یا شرکت له رسمي اجازې پرته نه‌شي کولی، په وسایطو کې اساسي بدلون راولي.
د ټرافیکو عمومي عمومي ریاست ویلي، د نقلیه وسایطو ورکشاپونه او شرکتونه له رسمي اجازې پرته حق نه‌لري د وسایطو ماشینونه بدل کړي، ګازي سیسټم ته یې واړوي، رنګ یې تغییر کړي، یا په ماډل او باډۍ کې بدلون راولي.

متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې امير خان متقي مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

حیرانتیا؛ له مصنوعي ځیرکتیا سره د اشنایي او کار کیسه

زه نقیب صدیقي یم، د ژورنالیزم زده‌کړیال او اوس مهال د ګرافیک ډیزاینر په توګه کار کوم. زما له مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) سره اشنایي د دې ټیکنالوژۍ د خپرېدو او په ټولنیزو شبکو کې زما د طبیعي لېوالتیا له امله رامنځته شوه.

سرپل کې په ۵۸میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو ۱۲ شبکې جوړېږي

د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسؤول احمد احمدي، وايي چې د سانچارک، ګوسفندي او سوزمه‌قلعه ولسوالیو اړوند د اوبو رسولو د دولس شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، یادې شبکې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د «اوشي‌اچ‌ار» او «اکشن اید» موسسو د مالي ملاتړ او د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې جوړېږي.

ذبیح‌الله مجاهد: د بګرام اډه هېڅ‌کله امریکا ته نه ورکوو

د اسلامي امارت ویاند افغانستان کې د بګرام هوايي اډې “بیرته نیولو” لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه په کلکه رد کړې.

ذبیح‌الله مجاهد سکای‌نیوز سره تازه مرکه کې ویلي، افغانان هېڅ‌کله اجازه نه‌ورکوي چې هر ډول شرایطو کې یې خاوره چا ته وسپارل شي.

هغه وویل: «د بګرام هوايي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو.»

غزې ښار کې اسراییلو تازه بریدونه پیل کړي

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې د بمبارۍ د درولو غوښتنه کړې، د اسراییلو پوځ دغه ښار کې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

د اسراییلو پوځ له‌خوا خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي په غزه ښار کې یوه لویه چاودنه رامنځته کېږي.

هرات کې د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه ښځه نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې هرات کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه مېرمن نیول شوې ده.

نوموړي نن دوشنبه، تلې ۱۴مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مېرمن د هرات د پولیسو له‌خوا نیول شوې.

غزني کې یوازینی پوستین‌‌ګنډونکی: پېرېدونکي نه‌لرم

عبیدالله نوري چې ۴۵ کاله عمر لري، د غزني ښار یوازینی پوستین‌‌ګنډونکی دی؛ خو د بازار سوړوالي او اقتصادي ستونزو اړ کړی چې کور کې کار وکړي، ځکه ښار کې مشخص کارځای نه‌لري.
دی یوه کوچني خونه کې د ګنډلو یوه زاړه ماشین شاته ناست دی او د پوستکي ټوټې یو ځای ګنډي چې له هغه پوستین، بالاپوش او چپنې جوړې کړي.
نوري دا مهال یوازې د غزني له څو ولسوالیو محدود شمېر پیرودونکي لري.