
نوزاد کې سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي
د امنیه قومنداني د مطبوعاتو امر ملا عزتالله حقاني سلاموطندار ته وویل: «څلورو تنو په دوو عرادو سراچو او يوه عراده لنډګروزر موټرو کي ۶۸۴ کيلوګرامه سود او ۱۵۴کيلوګرامه اېف نشهيي مواد بار کړي و او غوښتل يې غور څخه یې د هلمند نوزاد ولسوالي ته ولیږدوي. د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو په اساس ياد کسان د نشهیي توکو سره یوځای ونيول شول.»














