د کونړ څوکۍ ولسوالي زلزله‌ځپلي د کورونو جوړولو لپاره ځمکه نه‌لري

د ژمي په رانږدېکېدو سره، د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې ګڼ‌شمېر کورنۍ اوس هم سرپناه‌ نه‌لري او کمپونو کې ژوند کوي.

وروستۍ زلزله چې د دغې ولسوالي یوشمېر کلي وران کړي، سلګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړي او ډېری هغه کورونه چې غرونو کې له تیږو جوړ شوي وو، په بشپړه توګه نړېدلي دي.

افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۹زره او ۶۱۲ متریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

د دې وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن یکشنبه د لړم څلورمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد مقدار توکي په تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

د زده‌کړو حق؛ زده‌کوونکې: لاهم د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته شېبې شماروو

زده‌کړې د هر انسان بنسټیز حق ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو بندیزونه د دوی پر رواني او ټولنیزو وضعیتونو جدي اغېزې کړي دي.

د دې بندیز له امله ډېری نجونې له رواني ستونزو، اضطراب، د ځان ارزښت کمېدو او ناوړه ټولنیزو پایلو لکه اجباري ودونو سره مخ شوي دي.

غزني کې د نادرو مرغانو ژوند له ګواښ سره مخ دی!

ناور دښته د افغانستان د پنځو مهمو ایکولوژیکي سیمو څخه یوه ده چې یو وخت د نادرو مرغانو په ځانګړې توګه د فلامینګونو او یوشمېر سایبریايي الوتونکو لپاره خوندي هسوګن‌‌ځای و، خو په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې وچکالیو او اقلیمي بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ شوې ده.

د ناور ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي د باران کمښت د لمدو ځمکو د وچېدو او د څړځایونو د له‌منځه تلو لامل شوی دی.

هلمند کې د «شهامت» په نوم راډیو خپل فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د «شهامت» په نوم یوې نوې خصوصي غږیزې رسنۍ په رسمي ډول پر ۹۱.۶ اېف‌اېم څپو خپلې مسلکي خپرونې پیل کړې. چارواکي دغه ګام په هلمند کې د رسنیز ډګر د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د شهامت راډیو په ګډون دامهال په هلمند کې ۱۹ فعالې راډیوګانې موجودې دي.

هلمند کې د برښنا دوه سترې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي، په هلمند کې د برښنا دوه مهمې پروژې په رسمي توګه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې چې په پایله کې به د هلمند او کندهار زرګونو کورنیو او صنعت‌ګرو ته د برقي انرژۍ د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارډ افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري نن شنبه، لړم درېیمه د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.

ژمی او منی؛ له لوږې او سړو سره د کلیوالو مېرمنو د مبارزې کیسه

کله چې منی راشي، کلي د  ژېړوپاڼو په جامه کې ښکلا ومومي؛ خو د کلي ښځو لپاره دا ښکلا د ژمي سختۍ او د خوراکي توکو د کمښت نښه ده. هره پاڼه چې له څانګې جلا کېږي، د یخنۍ او اوږدې مبارزې یادونه کوي.

اوس د کلیو مېرمنې د یوې غلې او راتلونکې یخنۍ سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي. دوی د لرګیو ذخیره کولو ترڅنګ، د قروتو او زېړو غوړیو سربېره، وچه مېوه او ځینې نور بیا چهارمغز، د پیازو او رومیانو وچولو باندې لګیا دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي په کوڅو کې د «ودانیزو موادو له ډېرۍ» شکایت کوي

کندوز ښار کې یوشمېر اوسېدونکي د ښار په کوڅو کې د ودانیو د جوړولو توکو د ډېری کولو له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندوز ښار یو اوسېدونکی عتیق‌الله وايي چې ځینې کورونه او ودانیو مالکان د کوڅو غاړو یا منځ کې خښتې، ډبرې، جغل او شګې اچوي چې نه یوازې د تګ‌راتګ خنډونه رامنځته کوي، بلکې د ټرافیکي ستونزو لامل هم ګرځي.

د هرات اوسېدونکو پوهنې ریاست ته اووه جریبه ځمکه ځانګړې کړې

د هرات اوسېدونکو د دغه ولایت پوهنې ریاست ته اووه جریب ځمکه ورکړه. د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دا ځمکه شاوخوا ۳۵۰زره افغانۍ ارزښت لري چې د عامو خلکو له لوري یادې ادارې ته ورکړل شوې ده.

د هرات د پوهنې رییس رحمت‌الله جابر وایي چې یاده ځمکه د رباط‌سنگي او زیرکوه ولسوالیو کې موقعیت لري.

له پاکستانه په یوه ورځ ۱۱۵ کورنۍ هلمند ته راستنې شوي

د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱۵ افغان کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي دي.

راستنې شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وایي، پاکستان کې یې د ژوند شرایط سخت وو، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه کوله، خو دلته دافغان چارواکو له تود هرکلي سره مخ او ترڅنګ یې د ثبت، لېږد او لنډمهالي هستوګن‌ځي بشپړ امکانات هم ورته برابر شوي دي.

د ښکلا اړوند محصولاتو انلاین پلور؛ «ګټه نه‌لري، د مخ داغونه مې ډېر شول»

سلام‌وطندار له ۲۰ ځوانانو سره چې ۱۲ یې نجونې او اته یې، هلکان دي، مرکې کړي چې د مرکو موندنې ښيي، دغه ځوانانو د جلدي او ښکلا اړوند ناروغیو درملنې لپاره له سوداګریزو محصولاتو ګټه اخیستې چې ۱۵ یې، له منفي پایلو سره مخ شوي دي.

لوګر کې په څه باندې یو میلېارد افغانیو ۳۵ کېلومټره سړک جوړېږي

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

پل‌علم کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د ا.ا حکومت لوړ پوړو چارواکو، سیمه ییزو مسؤولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.