
هرات کې څه باندې ۵۰ ټنه نشهيي توکي سوځول شوي
د هرات د امنیې قومنداني د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت مسوولان وایي چې جمعه (د لړم ۱۶مه) له ۵۰ ټنه ډېر نشهيي توکي سوځول شوي دي.
د نشهیي توکو ضد مبارزې مدیر حیاتالله روحاني وایي چې دغه مواد د امنیتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو پرمهال راټول شوي وو.














