کندهار کې له ۷۶۳ بزګرانو سره مرسته شوې

د کندهار په درېوو ولسوالیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پروړاندې د مبارزې نړیوال سازمان (UNODC) په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، ۷۶۳ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.

عبدالمتین قانع: نشه‌يي توکي له پاکستانه هېواد ته رالېږدول کېږي

د یاد وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین قاسم خالد وايي چې دغه نشه‌يي توکي له قاچاق وړونکو څخه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي او په تړاو یې، ۷۵۰ قاچاق وړونکي هم نیول شوي او عدلیي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

له اندېښنې تر حیرانتیا؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د یوه ځوان د بلدتیا کیسه

 زما نوم محمدامید حبیبي هروي دی، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو له پوهنځي فارغ یم. که څه هم په دې وروستیو کې له مصنوعي ځیرکتیا د ځوانانو کارونه ډېره شوې او ځوانان یې ډېر کاروي، خو ما له پیله  له مصنوعي ځیرکتیا سره په احتیاط چلند کاوه.

خوست کې درې کسان د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیول شوي

د خوست امنیه قومنداني څخه نن ورځ يکشنبه په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان نیولي چې د یوې بلې پیغلې نجلۍ د تښونې هڅه یې کوله او په جبر یې د نجلۍ له خوښې پرته نکاح ته اړ ایستله.

د هلمند اوسېدونکي: زموږ سیمو کې دې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي

د هلمند د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

دوی وايي، د روغتیايي خدمتونو نشتوالی یا کمښت له امله ډېری وختونه اړ وي چې خپل ناروغان مرکز لښکرګاه او یا نورو ولایتونو ته ولېږدوي، خو په وینا یې، ځینې وختونه روغتون ته تر درملنې مخکې ساه ورکړي.

امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره ټیلیفوني خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه، لړم ۱۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې خبرو کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې کړې دي.

هلمند کې ۲۱۳ جریبه ځمکه باندې د انارو باغونه جوړېږي

هلمند کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې سترې پراختیايي پروژې په لړ کې د ۲۱۳ بزګرانو لپاره د انارو د نويو باغونو  جوړولو چارې پیل کړې چې موخه یې د بڼوالۍ معیاري کول، د اوبو سپما او د بزګرانو د تولیداتو لوړول دي.

د پنجشېر د کانونو استخراج؛ اقتصادي پرمختګ یا چاپېریالي ننګونه

شمېرې ښیي چې دامهال له ۳۰۰ زیات د زمردو او بیروج کانونه د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې تر کار لاندې دي.

د معدني موادو په دغو را ایستنو کې له ۱۵زره زیات کارکوونکي په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي چې له قیمتي ډبرو خرڅولو څخه ځايي خلک او حکومتي اداره د پام وړ ګټه په لاس راوړي.

بواسیر ناروغي؛ ډاکټران: پر جنین اغېز نه‌لري

په لغمان کې روغتیايي کارکوونکي وایي چې د بواسېر یا «هموروئید» ناروغي د اومېندوارو ښځو ترمنځ یوه عامه ستونزه ده چې ډېری وخت د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې رامنځته کېږي. که څه هم دا ناروغي په مستقیم ډول پر جنین اغېز نه کوي، خو د مور لپاره د درد، خارښت، وینې بندښت او رواني فشار لامل ګرځي.

د دره‌نور زلزله‌ځپلي د دایمي سرپناه برابرولو غوښتنه کوي

د هېواد په ختیځ کې د وږي ۹مه زلزلې د کونړ ترڅنګ، د ننګرهار دره‌نور کې هم ولسونو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل او وایګل د دره‌نور ولسوالي هغه سیمې دي چې زلزلې سختې ځپلي. دغو کلیو کې د اوسېدو ډېری کورونه یا خو نړېدلي او یا زیانمن شوي چې د اوسېدو وړ نه دي.

سوېلي‌کوریا د شمالي‌کوریا توغندیز ازمایښت غندلی

د سوېلي‌کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شمالي‌کوریا وروستی توغندیز ازمایښت د سیمې ثبات زیانمنوي او باید ژر تر ژره ودرول شي.

دغه توغندی د جمعې پر ورځ د شمال ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور توغول شوی و چې سیول یې د سختې غندنې ترڅنګ «د کوریا دواړو برخو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو هڅه» بللې ده.