
هلمند کې شپږ ښوونیزې ودانۍ ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې
هلمند کې د یونېسف په مالي مرسته د څه باندې پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ نوې ښوونیزې ودانۍ جوړې او د پوهني ریاست له لوري ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې. دغه ښوونځي د مارجه، خانشین، نادعلي، ګرشک، باباجي او نهرسراج ولسوالیو کې جوړې شوې دي.














