
د لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې
لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو یوشمېر عامو اوسېدونکو او سوداګرو له پوهنې بهیر سره شاوخوا لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، د دغو نغدي مرستو له لارې یوشمېر دیني مدرسو او ښوونځیو ته اداري او تدریسي خونې جوړې شوي دي.














