
د کونړ زلزلهځپلي: خیمې یخې دي ټوله شپه مو ماشومان ژاړي
کونړ کې د سنبلې له ۹مې زلزلې نژدې دوه نیمې میاشتې تیریږي، خو زلزله ځپلي اوس هم د نهختمېدونکي درد تر سیوري لاندې ژوند کوي.
۲۶کلن ګلنبي چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د دېوهګل درې د وروستۍ او لرېپرتې سیمې «چلس لوی کلي» اوسېدونکی دی، زلزله کې یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي او څلور ټپیان دي.














