
د لوګر مرکز پلعلم کې د کانکریټي دیوالونو د لرې کولو کمپاین پيل شوی
د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د کانکریتي دیوالونو او امنیتي خنډونو د پاکولو لړۍ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون په ګډو هڅو پيل شوې ده.

د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د کانکریتي دیوالونو او امنیتي خنډونو د پاکولو لړۍ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون په ګډو هڅو پيل شوې ده.

د تاجیکستان د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی.
د اسلامي امارت یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته ویلي، چې په دغه پلاوي کې د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزارت، امنیتي ادارو او یوشمېر مهمو دولتي بنسټونو استازي شامل دي.

کونړ کې د سنبلې له ۹مې زلزلې نژدې دوه نیمې میاشتې تیریږي، خو زلزله ځپلي اوس هم د نهختمېدونکي درد تر سیوري لاندې ژوند کوي.
۲۶کلن ګلنبي چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د دېوهګل درې د وروستۍ او لرېپرتې سیمې «چلس لوی کلي» اوسېدونکی دی، زلزله کې یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي او څلور ټپیان دي.

فیصل او سلیم د کونړ د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې د «اندرلچک» لېسې هغه دوه زدهکوونکي وو چې غوښتل یې ډاکټر او انجینیر شي، خو زلزلې هغوی او ټولې هیلې یې د خاورو لاندې کړې.
شاهمحمد شاهد د «اندرلچک» لېسې د درېیم ټولګي او د یادو زدهکوونکو ښوونکی دی.

د هوا په سړېدو او د ژمي په رانږدې کېدو سره، کونړ کې په ځانګړې توګه د څوکۍ ولسوالي دېوهګل دره کې د کورونو جوړولو په اړه د زلزلهځپلو له غوښتنو وروسته، ځايي مسوولان وايي، هڅې یې پیل کړي چې ټولو زلزله ځپلو ته اساسي سرپناووې برابرې کړي.

د څوکۍ ولسوالي د دیوهګل درې د «امریو» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، له زلزلې وروسته یې پاکو اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی.
دوی وویل چې زلزلې یې د څښاک اوبو سرچینې او د اوبو رسولو سېستم زیانمن کړی او دامهال د خوړ له اوبو چې غیرصحي دي، استفاده کوي.

کونړ کې د وږي ۹مې زلزلې څوکۍ ولسوالي کې د نورو زیانونو ترڅنګ، مالدارانو ته هم درانه زیانونه اړولي او هغوی یې جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
یوشمېر زلزلهځپلي وايي چې د زلزلې پرمهال یې لویه برخه مالونه تلف شوي او پاتې څاروي یې هم بد وضعیت سره مخ دي.

د هېواد په ختیځ کې زلزلې زرګونه کسانو ته د مرګژوبلې اړولو ترڅنګ، ولسونو ته سخت روحي او مالي زیانونه هم اړولي دي.
دغې زلزلې تر ډېره د کونړ نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې خلک زیانمن کړي، خو ترڅنګ یې د ننګرهار درهنور ولسوالي اوسېدونکي هم سخت ځپلي دي.

دغې زلزلې د سیمې اوسېدونکو پر ټولنیز ژوند هم ژورې منفي اغېزې کړي. د دیوهګل درې د بادینزو او سلیمانزو کلیو یوشمېر اوسېدونکو وویل، د زلزلې پرمهال یې کرنیزې ځمکې لهمنځه تللي او د اوبو کانالونه یې هم ویجاړ شوي.
دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، سره له دې چې روغتیایي ټیمونه د ماشومانو درملنه کوي، خو د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو کموالی د دې لامل شوی چې ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ شي.

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن شنبه، لړم ۲۴مه، په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بزګرانو ته د ۳۰ نمایشي قطعو جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي، تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ د «قروتوي» کلي کې د ماین چاودنې له امله درې ماشومانو

د کونړ د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولان وايي، د څوکۍ ولسوالۍ دېوهګل او د نورګل ولسوالۍ مزاردره کې یې زلزلهځپلو ته د کورونو جوړولو چارې پیل کړي او هڅه کوي چې ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته اساسي سرپناووې برابرې کړي.
د چارواکو په وینا، لومړي ګام کې د شهیدانو کورنیو، ورپسې ټپیانو او تر هغې وروسته د زلزلې زیانمنو شویو ته کورونه جوړوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، ۷ زره او ۶۱ افغانان په اجباري ډول له پاکستان او ایرانه اېستل شوي. دغه کمیسیون

کونړ کې له مرګونې زلزله وروسته د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې ګڼ شمېر زلزله ځپلې کورنۍ د څوکۍ زوړ کلي کمپ کې ځای پر

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د ځانګړي حکم پر بنسټ د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ ۲ زره او ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځمکه کې د استوګنې لپاره پر نقشې هم کار پیل شوی.