
بدخشان کې «سپینو چینجیو» د مېوهلرونکو ونو حاصلات له ګواښ سره مخ کړي
د بدخشان په مرکز کې د مېوو ونې په دې ورځو کې له یونامعلوم دښمن سره مبارزه کوي. داسې یو افت چې دوه میاشتې وړاندې د فیضاباد په باغونو کې راڅرګند شو، نه یوازې د اوسني فصل حاصلات ګواښي، بلکې د سلګونو کورنیو اقتصادي راتلونکی یې هم له خطر سره مخ کړی دی.














