
ميدانوردګ کې ۱۲۶ پراختیایي پروژې پرانيستل شوې
د میدانوردګ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري په جغتو ولسوالي کې ۱۲۶ بېلابېلې پراختیایي پروژې د شاوخوا ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.

د میدانوردګ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري په جغتو ولسوالي کې ۱۲۶ بېلابېلې پراختیایي پروژې د شاوخوا ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.

افغانستان کې یوشمېر هغه ځوانان چې له دې وړاندې یې، په دولتي او بېلابېلو بنسټونو کې دنده لرله، د بېلابېلو لاملونو له امله له دندې ګوښه شوي دي.
دې چارې نه یوازې د دوی ژوند اغېزمن کړی او هیلې ورمړاوې کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کړی دی.

غزني د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ۱۸ ولسوالي یې د کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره ښه او مناسبه هوا لري. په ورته مهال کرنه او د څارویو ساتنه کې د یاد ولایت د مېرمنو ونډه، د پام وړ ده.
نسیمه چې له دوو کلونو راهیسې په یوې شنهخونه کې کار کوي، وايي چې د یاد کار له عوایدو رضایت لري او د دې کار د مدیریت اړوند لارښوونې یې، د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو له لارې زدهکړې دي.

سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۲ مېرمنو سره چې په کور کې یې، زېږون کړی او ۲۰ قابلو سره د مرکو پرمهال موندلې چې له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، ناسمو دودنو، د عامه پوهاوي کموالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې ځان او د ماشوم ژوند خپل برخلیک ته وسپاري.

هرات کې یوشمېر مېرمنو د غالیو اوبدلو د کارخونو په جوړولو سره یوشمېر نورو ښځو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
یادې کارخونې نه یوازې د کورنیو معیشت برابرولو کې مرسته کوي، بلکې د مېرمنو او نجونو لپاره یو خوندي چاپېریال هم دی چې د غالۍ اوبدلو مهارتونه زدهکوي، څو له روحي انزوا او زیانونو په امن پاتې شي.

د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې په یوه ورځ کې ۱۰زره او ۴۰۵ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، د لړم۲۹مه/ د نومبر په ۲۰مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان پرون د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

په هرات کې د مینیاتور او نقاشۍ څلور ورځنی نندارتون د «نون او نقطه» تر سرلیک لاندې پرون چهارشنبه، لړم ۲۸مه، د افق هنري ډلې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د علامه صلاحالدین سلجوقي تالار کې پرانیستل شوی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) مشر تاجالدین اویواله خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د فقر د زیاتېدو، جګړو، اقلیمي بدلونونو او د اساسي خدمتونو د بودیجې، سخت کمښت له امله د ماشومانو راتلونکی له ستر ګواښ سره مخ شوی دی.

د میدانوردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست لپاره د ۱۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت نوې ودانۍ جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوه.

د پکتیا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې چې په ډنډه پټان ولسوالي کې امنیتي منسوبینو له لوري د خپلو کره کشفي معلوماتو او همغږو عملیاتو په ترڅ کې يوشمېر وسلې چې افغانستان ته راوړل کېدې نيولې دي.

په کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې ۲۰۰زره ډالرو په ارزښت، ۱۵ سړېخونې ګټياخیستني ته سپارل شوي دي.
دغه سړېخونې د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د بشري خیریه موسسې (اوایچډبلیو) په تخنیکي همکاري جوړې شوې دي.

د وروستیو کلونو پرمهال پروان د کرنې په برخه کې له ګنو ستونزو سره مخ دی، د حاصلخېزو ځمکو کمېدل، د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت او د کیفیت لرونکو تخمونو محدود لاسرسی، بزګران له پراخو اقتصادي او تخنیکي ننګونو سره مخ کړي دي.

وحدت الله سیرت چې په لغمان کې یې د ۶۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د یخن جوړولو کارخونه جوړه کړې او شپږ نفره ورسره په دغه کارخونه کې پر کار بوخت دي، وایي، خوښ دی چې په کور دننه یې پانګونه کړې، خو زیاتوي چې د کارخونې لپاره یې کور کرایه نیولی او د لوړې کرایې د ورکړې له امله یې ګټه کمیږي.

د نورستان د والي وياند فريدون صميم وایي چې روان ۱۴۰۴ لمريز کال په دغه ولایت کې د ۹۲۹ ميليونه افغانيو او ۳۶ ميليونه او ۱۰۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۵۷ پراختيايي پروژې پلې شوې دي.

د تورخم دروازه له څه باندې یوې میاشتې راهیسې لاهم د ترانزیټ او تګراتګ لپاره تړلې، خو د افغان راستنېدونکو د راتګ لپاره د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې پرانستل شوې چې هره ورځ زرګونه راستنېدونکې کورنۍ د تورخم له لارې بېرته راستنېږي.

د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي چې تېره ورځ د دغه ولايت په التمور سیمه کې يوه ۲۷کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وويل چې دغه ځوان خورشید د منګل زوی او د مرکز پلعلم ښار اړوند التمور سېمې اوسېدونکی دی چې په کلاشینکوف یې ځان ویشتی او وژل شوی دی.