
هرات کې ټرافیکي پېښه؛ لس کسان مړه شوي
په هرات کې چارواکي وايي چې د ټرافیکي پېښې له امله لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له لسو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې پېښه نن یکشنبه، لېندۍ ۲مه نېټه، د هرات–کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې ده.














