
له ایران او پاکستانه څه باندې ۵زره افغانان رااېستل شوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېر یوه ورځ کې ۵زره او ۴۹۵ افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه ایستل شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
یاد کمېسیون نن چهارشنبه، لیندۍ دولسمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کسان د هرات اسلامقلعه، د نیمروز ورېښمو پُل، د کندهار سپینبولدک، د تورخم او د بهرامچې د لارې افغانستان ته راغلي دي.














