زابل کې یوه ځوان د «کعبې او مدینې» د ودانیو ډیزاینونه جوړ کړي

د زابل مرکز کلات اړوند د هزاري کلي اوسېدونکی قاري عبدالله عابد، له دولسم ټولګي فارغ دی او دامهال د میرویس خان نیکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی.

نوموړی د شخصي هڅو او امکاناتو پربنسټ د یو کال په موده کې داسې هنري او تخنیکي ماډلونه جوړ کړي چې د اسلامي مقدساتو درناوی او عصري ټکنالوژي په کې یوځای شوې ده.

د محمد صادق او لېنډسي لیدنه؛ په سیمه‌ییز ثبات ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان او برتانیې ځانګړو استازو د سیمې پر امنیتي وضعیت، وروستیو بدلونونو او امنیتي ننګونو خبرې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سه‌شنبه جدي ۳۰ / جنوري ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې اسلام‌اباد کې یې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره لیدلي.

اسراییلو د لبنان سوېل کې هوايي بریدونه کړي

د اسراییلو پوځ اعلان کړی د لبنان په سوېل کې یې د حزب‌الله ډلې اړوند پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلي جنګي جېټ الوتکو پرله‌پسې او هوايي بریدونه کړي او هغه سیمه یې په نښه کړي چې د «انصار» او «الزراریه» ښارګوټو ترمنځ موقعیت لري.

متقي او عراقچي په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي، د ایران او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي: «عراقچي د افغانستان د دولت، ولس او رسنیو له مثبتو دریځونو مننه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې د ودې په حال کې بللي.»

اسلامي امارت: د تاجیکستان پوله کې به وران‌کارو ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړو

د تاجیکستان د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري دغه هېواد ته له افغانستان څخه د وراوښتونکو څلور وسله‌والو کسانو تر وژنې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په دې اړه یې، څېړنې پیل کړي او په وینا یې، ښايي دا کسان قاچاق‌وړونکي وي.

د مرګ پر پوله سفر؛ ولې افغان ځوانان د ناامنیو سربېره ایران ته سفر کوي؟

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ایران کې د روانو بې‌ثباتیو او ناارامیو سربېره، ډېری افغان ځوان دغه هېواد ته روان دي. د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې پرمهال هم دغه هېواد کې یوشمېر افغانان د جاسوسۍ په تور نیول شوي، شکنجه او په زور له یاد هېواد ایستل شوي دي.

امریکا ته د پزشکیان خبرداری: په ‌خامنه‌يي برید د بشپړې جګړې مانا لري

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې د امریکا لخوا په مذهبي مشر ایت‌الله علي‌خامنه‌يي برید به د “بشپړې جګړې” مانا ولري.

هغه ویلي چې پر هېواد یې د امریکا هر ډول برید به “سخت غبرګون” رامنځته کړي او په مذهبي مشر برید به د ایراني ملت پر وړاندې د بشپړې جګړې سره برابر وي.

د سوریې حکومت او کُرد ځواکونو په اوربند هوکړه کړې

د سوریې حکومت د کُردانو پوځي ډلې سره د اوربند هوکړه کړې. د راپورونو له‌مخې، د دواړو خواو ترمنځ له څو ورځو جګړې وروسته د دغه اوربند له مخې به کُرد ځواکونه اوس د احمد شرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي او ټاکل شوې د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، ووځي.