پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د ۳ خبریالانو په ګډون ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې د ٣ خبریالانو په ګډون ١١ فلسطینیان وژل شوي. د راپورونو پر اساس، وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او شپږ کسان ټپیان شوي. د غزې روغتیايي مسوولان وايي، د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نه‌دي درېدلي او لاهم ملکي وګړي په نښه کوي.

شرافت‌ زمان: د هوا ککړتیا له امله ۳.۸ میلیونه ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت‌ زمان امرخېل سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، د ۲۰۲۵کال وروستیو درېوو میاشتو کې د هوا ککړتیا له امله ۳.۸ میلیون ناروغانو د هېواد دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې د نږدې ۲.۴ میلیونه ناروغانو عمرونه له ۵ کلونو زیات دي. ۱.۴ میلیون هغه ناروغان دي چې له پنځو کلونو کم عمر لري.

صندلۍ؛ د کورنۍ د یوځای ټولېدنې او تودوخې وسیله

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې افغانان د ژمي موسم پرمهال د خپلو کورونو تودو ساتلو لپاره له بېلابېلو وسایلو کار اخلي، خو لروپرتو سیمو او ځینو ښارونو کې بیا تر ډېره صندلۍ کارول کېږي.

صندلۍ نه یوازې د کورونو تودوخې، بلکې د ژمي سړو شپو کې د کورنیو د یوځای کېښناستلو، کیسو او یوځای ټولېدنې وسیله هم بلل کېږي.

د هېواد بازارونو کې د وچو مېوو بیې لوړې شوي

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د وچې مېوې، پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي چې له څه مودې راهیسې د وچې مېوې، ممیزو، جلغوزې، پستې او بادامو بیې تر ۲۰۰ افغانۍ لوړې شوې دي.

د دوی په وینا، په وروستۍ یوه میاشت کې د هر کیلو ممیزو بیه له ۷۰ تر ۱۵۰ افغانۍ، د جلوزې بیه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ افغانۍ او یوه کیلو پسته کې هم تر ۱۰۰ افغانۍ لوړې شوې دي.

غزني کې کتاب‌پلورونکي: انټرنټ د کتاب بازار سخت زیانمن کړی

غزني کې یو شمېر کتاب‌پلورونکي وايي، د کتاب پېرلو او لوستلو سره د خلکو د لېوالتیا او انګېزې کمېدو، د کتابپلورنځیو بازار له رکود سره مخ کړی.
دوی وویل، انټرنټ، د ټولنیزو شبکو استعمال، اقتصادي ستونزې او ځينې نور هغه لاملونه دي چې له امله یې ټولنه کې کتاب خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

عباس‌ عراقچي: که د امریکا برید سره مخ شو سخت ځواب به ورکړو

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس‌ عراقچي وايي، که د امریکا برید لاندې راشي، تهران به هر هغه څه چې لري، په کارولو یې مقابله وکړي. هغه ویلي: «که چېرې مونږ د نوي برید لاندې راشو، د هغه زغم برعکس چې ایران د ۲۰۲۵ کال جون کې اسراییلو سره جګړه کې ښوولی وو، زموږ وسله‌وال ځواکونه هر هغه څه سره چې موږ یې لرو، ځواب ورکولو ته چمتو دي.»

سراج‌الدين حقاني: افغانستان د جرګو وطن دی او ستونزې بايد په مرکو حل شي

د کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني وايي، افغانان له ۵۰ کلنې جګړې او ستونزو راوتلي او اوس په امن کې ژوند کوي.
حقاني وويل، افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او ټينګار يې وکړ چې له تېرې شل کلنې جګړې په ميراث پاتې ستونزې بايد د مرکو له لارې حل شي.

کابل کې چاودنه؛ چین خپلو وګړو ته: افغانستان ته له تلو ډډه وکړئ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیایون نن سه‌شنبه مرغومې ۳۰مه د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې اسلامي امارت سره یې د تېرې ورځې د چاودنې په اړه خبرې کړې او غوښتنه یې کړې چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي.

کندوز کې د کارګرو ماشومانو هیلې؛ «کاش چې زه هم ښوونځي ته تللی»

کندوز کې یوشمېر کوچني کارګر ماشومان د ژوند د ناخوالو تر سیوري لاندې له زده‌کړو او لوبو محروم، پر خپلو سپکو اوږو درانه بارونه وړي.

دغه کارګر ماشومان اړ دي چې له سهاره تر ماښامه د کندوز ښار په ګوټ ګوټ کې درانه کارونه وکړي او د شپې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.