
دایکندي کې د سکرو بخارۍ لوګي له امله ۴ ځوانو هلکانو ژوند بایللی
د دایکندي نیلي ښار کې د سکرو بخارۍ لوګي له امله ۴ ځوانو هلکانو ژوند له لاسه ورکړی. د دایکندي امنیې قومندانۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو ځوانانو ۱۶, ۱۷, ۱۸ او ۱۹ کاله عمر درلود چې د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو. خبرپاڼه کې ویل شوي چې ژوند بایلونکي زدهکونکي دي او د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي په موخه یې نیلي ښار کې درسونه تعقیبول.














