سمنګان کې زلزله‌ځپلي: ناروغۍ ډېرې او روغتیايي خدمات کم دي

د سمنګان د حضرت‌سلطان ولسوالۍ یو شمېر زلزله‌ځپلي چې د زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي وایي، بې‌سرپناهي د زیانمنو شوو ترمنځ د ګڼو ناروغیو د خپرېدو لامل شوې.

دوی وویل، د ژمي له رارسېدو سره، تر خېمو لاندې ژوند‌کول د دې لامل شوي چې د دوی د کورنیو غړي د زکام او ټوخي په‌څېر پر موسمي ناروغیو اخته شي.

افغانستان سره د پولو تړل؛ د پاکستان د درملو ۲۰۰میلیون ډالري صادرات په‌ټپه درېدلي

د ډان ورځپاڼې د پاکستاني سوداګرو په خبره ویلي، د درملو او جراحي وسایلو سوداګري چې کلنی ارزښت یې نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي، په بشپړه توګه درېدلی چې له امله یې د پاکستاني درمل جوړولو شرکتونو لپاره د پام وړ عایداتي زیانونه رامنځته شوي.
راپور کې ویل شوي چې د پولو تړل کېدو پاکستان کې د سوداګرۍ، کارموندنې، حکومتي عوایدو او سیمه‌ییز اتصال پر بهیرونو پراخ او ژور منفي اغېز کړی.

نور روغتون ته د سترګو کمزوري ناروغانو مراجع ډېره شوې

کابل کې د نور د سترګو روغتون مسوولان وايي، سږکال دغه روغتون ته ۷۳ زره او ۴۸۲ هغو ناروغانو چې سترګې یې کمزورې وې مراجعه کړې، داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۲زره او ۲۷۳ ته رسېده.
دوی وویل، د تېرکال په پرتله د سترګو کمزوري ناروغانو شمېر د پام وړ او څو برابره ډېر شوی.

زلزلې د سمنګان حضرت‌سلطان ولسوالي کې ۱۸۰۰ کورونه ویجاړ کړي

د سمنګان د د فیروزنخچیر او خُلم ولسوالیو ترڅنګ، حضرت سلطان ولسوالي هم هغه سیمه ده چې د لړم د ۱۲مې ویجاړونکې زلزلې په‌کې لږ ځاني تلفات؛ خو ډېر مالي زیانونه اړولي.

د حضرت سلطان ولسوال، عبدالوکیل حق‌یار وویل چې دغه طبیعي پېښه کې یو دوه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۷۰ ډېر نور ټپیان شوي.

هلمند کې ۱۳۴ زیانمنو کورنیو ته د کورونو رغولو بهیر پيل شو

د هلمند په سنګین، نهرسراج او مارجې ولسوالیو کې د یوې موسسې له لوري ۱۳۴ هغو کورنیو ته د کورونو رغولو بهیر پیل شو چې د تېرو خونړیو جګړو او طبیعي پېښو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او د بیارغولو توان یې نه‌لري.

د یادې پروژې ټول لګښت ۱۲۷زره ۶ سوه امریکایي ډالر ښودل شوی چې د ۵ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د تهران غونډې پای؛ ۷ هېوادونو افغانستان کې نظامي حضور سره مخالفت وکړ

د تهران سيمه‌یيزه ناسته چې د ایران په ابتکار د سیمې هېوادونو د استازو په حضور د یکشنبې او دوشنبې په ورځو جوړه شوې وه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره پایته ورسېده.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو دغه دوه ورځنۍ غونډه کې، افغانستان کې د هر ډول بهرني نظامي حضور لپاره هڅو سره مخالفت څرګند کړ.

د افغانستان بانک روان کال تردامهاله شاوخوا ۳میلیارد زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۴ کال له پیله تردامهاله بېلابېلو شاوخوا ۳ میلیارده زړې افغانۍ سوځولي او همدغه اندازه یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.
دغه بانک له خلکو غوښتي چې د پیسو ساتلو ته جدي پام وکړي، څو له وخته مخکې زړې نهشي.
ورته وخت کې اقتصادي شنونکي له بازاره د زړو افغانیو راټول او له منځهوړل پرځای اقدام بولي.