
لوګر کې دوه نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شول
د لوګر د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وايي، د روشن مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي سایټونه د محمدآغې ولسوالۍ په «میرزاخېلو چارکوټي» او

د لوګر د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وايي، د روشن مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي سایټونه د محمدآغې ولسوالۍ په «میرزاخېلو چارکوټي» او

د زابل د شملزو ولسوالي بېلابېلو سیمو کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ پر سلګونو اړمنو کورنیو د یوې میاشتې لپاره خوراکي توکي ووېشل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، افغانان اوبو ته جدي اړتیا لري. دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تازه د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډه کې په ثبات او افغانستان سره د سیمې په ماناداره تعامل ټینګار کړی او ویلي، افغانستان لا هم د سیمې د همکاریو یوه کلیدي برخه ده. اسلامي امارت له دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، د ازبکستان په څېر دې نور هېوادونه هم د افغانستان او سیمې په ثبات کې خپله ونډه ادا کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
هغه نن مزارشریف کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار پيل مراسمو کې له هېوادونو وغوښتل چې د تحریمونو او بېځایه فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.

د روان کال د عقرب په ۱۲مه په یو شمېر شمالي ولایتونو کې شوې زلزلې نهیوازې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي،

لاسي صنایع او د کورنیو خوراکي محصولاتو تولید، د افغان د ښځو له پخوانیو مهارتونو څخه شمېرل کېږي. له اوږدې مودې راهیسې ګڼو افغان ښځو د همدې لارې له عاید څخه خپل ژوند پرمخ وړلو او د خپلو کورنیو د عاید سرچینه یې برابره کړې؛ خو د کارګرانو او ښځو د ملاتړ ځانګړو ادارو کې د ثبت او راجستر کېدو په اړه د کافي پوهاوي نشتون لامل شوی چې ډېری دغه ښځې د یادو ادارو د ثبت له قانوني امتیازونو او ملاتړ څخه بېبرخې پاتې شي.

د کونړ زلزلې د ځاني زیانونو او د کورونو د ویجاړۍ ترڅنګ، د سیمې پر طبیعي سرچینو، اقتصادي او ایکولوژیکي بنسټونو ژور منفي اغېز کړی. د سلاموطندار څېړنه ښيي چې د دې ناورین پایلې د اوبو سرچینو، د ځنګلونو او د کرنې او مالدارۍ د پراخ تخریب لامل شوی. د زلزلې یوه منفي پایله دا ده چې د کونړ یوشمېر ولسوالیو کې یې د اوبو سرچینې ویجاړې کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ میلیون افغانان له ایران او

د هېواد شمال کې له شوې زلزلې نږدې دوه میاشتې وروسته، د سمنګان د حضرتسلطان ولسوالي زلزلهځپلي د دایمي سرپناه جوړېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، سره له دې چې د دولتي او ولسي مرستو له لارې یې د اړتیاوو یوه برخه پوره شوې؛ خو د کورونو جوړول او بیارغول یې له مهمو اندېښنو څخه دي. زلزلهځپلي زیاتوي، د سرپناه برابرولو توان نهلري.

د هرات ځایي مسوولان وایي، کهسان ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله ٣ کډوالو او یوه شپون ژوند بایللی.
د هرات ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ (جمعه، د قوس ۲۸مه) د ایران پر لور د ناقانونه کډوالۍ لاره کې د سختې یخنۍ له امله کهسان ولسوالۍ کې ٣ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی.
همدارنګه دغه ولسوالۍ کې یو شپون هم د سختې یخنۍ له کبله مړ شوی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (شنبه، قوس ۲۹) د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي چې په دې ولایت کې د یوه پلانکوچ موټر د چپهکېدو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هلمند د سنګین او ګرشک ولسوالیو ترمنځ، د حنجري په کلي کې د میانکو بند د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
دغه بند چې د ځمکې له سطحې ۱۰متره لوړوالی، ۱۱متره اوږدوالی او ۳متره سور لري، تمه ده چې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هستوګنیز کورونه د سیلابونو او تخریب له ګواښ څخه وژغوري.

د پروان ځایي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سوداګر په شخصي لګښت یو جومات جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د پروان د والي ویاند سیدحکمتالله شمیم ویلي، دا جومات د مرکز اړوند د معلمینو په ښارګوټي کې د میرزا علي احمد خان بایاني د زامنو له لوري د خلکو د درې زره ډالرو ونډې په ګډون د ټولټال ۳۸زره ډالرو په لګښت، په اساسي ډول او په یوه پوړ کې جوړ شوی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه پر راستنېدونکو ماشومانو درملیز خواړه ویشي.
یونیسف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا خواړه له مغزي موادو جوړ دي چې له شدیدو خوارځواکونو ماشومانو سره مرسته کوي.