د ترک‌ژبو هېوادونو مشرانو د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی

دغه غونډه کې د ترکیې، اوزبیکستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، مجارستان او د شمالي قبرس مشرانو د نړۍ روانو حالاتو په تېره بیا د اسرائیلو او غزې جګړې، د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې او د ترک‌ژبو هېوادونو د سازمان د غړیو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا او د افغانستان مسلې ته هم اشاره کړې.

خوست کې دوه کسان د جعلي‌ بانک‌نوټونو د چلښت په تور نیول شوي

خوست کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې،هغه دوه کسان نیولي چې په بازار کې يې جعلي‌ بانک‌نوټونه چلول.

د خوست امـنیه قومنداني څخه نن چهارشنبه، لړم ۱۶مه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ويل شوي چې دغه کسان د اسماعېل‌خېلو ولسوالي کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۴.۷سلنه ګډونوالو ژوند کې الګو ټاکلې

په هره ټولنه کې د ځوانانو له لوري د الګو ټاکل، د هماغې ټولنې د خلکو د چلند او لیدلوري په جوړولو کې ډېر ارزښت لري. خلک د دې لپاره چې وکولای شي، خپل ژوند او لیدلوری ښه وټاکي، الګو ته مراجعه کوي او د خپل لیدلوري او افکار سره سم خپله الګو ټاکي. الګو ښايي سالمه او ناسالمه وي، په همدې دلیل، ټاکنه یې، هم د خلکو ترمنځ توپیر لري.

کارپوهان: د امریکا د ټاکنو پایلې به د نړۍ پر اوسني وضعیت اغېز ونه‌لري

په داسې حال کې چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د جمهوري غوښتونکو ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هرېس ترمنځ روانې دي، یوشمېر کارپوهان وايي، د ټاکنو پایلې به د نړۍ پر اوسني وضعیت بنسټیز اغېز ونه‌لري. سرپرست حکومت تمه لري چې د افغانستان په اړه باید د امریکا نظر رښتینی وي.

افغانستان ۹میاشتو کې چین سره د ۵۴۸میلیونه ډالرو  په ارزښت سوداګري کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د تېرو  ۹میاشتو پرمهال افغانستان له چین سره د ۵۴۸میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې تر ډېره افغانستان له چین توکي وارد کړي. د اقتصادي چاروشنونکي نړیوال تجارت کې د چین ونډې ته په پام سره وايي، چین سره اقتصادي نږدې‌کېدا د هېواد په ګټه دی.

د سلام‌وطندار د سروې ۸۲سلنه ګډونوال: د الګو ټاکلو مو ژوند کې مثبت اغېز درلود

په دې نظرپوښتنه کې ۶۴۷ ځوانانو ګډون کړی چې ۳۷۰ یې، هلکان او ۲۷۷ یې، نجونې دي. ۸۴.۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې ژوند کې یې، د ځان لپاره الګو ټاکلي دي. د دې سروې پایلې ښيي چې د ۷۷.۹سلنه ځوانانو الګو د دوی له لوري او۵۴.۹سلنه بیا مشهورې او پېژندل شوې څېرې د ځان لپاره د الګو په توګه ټاکلي دي.

مجاهد: افغانستان کې د ټي‌‌ټي‌پي غړي شتون نه‌لري

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي ډلې «پاکستاني طالبانو تحریک» غړي افغانستان کې شتون لري.

ذبېح‌الله مجاهد وايي چې بهرنیو وګړو او ډلو ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان کې شتون ولري او له افغان خاورو د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي. په ملګروملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال عثمان جاودن ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

یو‌اېن‌‌ډي‌پي‌ درېوو کلونو کې له ۷۵زره افغان کسب‌ګرو ښځو ملاتړ کړی

د ملګروملتونو سازمان د پرمختیايي پروګرام «UNDP» مسوولان وايي، تېرو درېوو کلونو کې د دغه بنسټ له لوري د شاوخوا ۷۵ زره کسب‌ګرو ښځو ملاتړ شوی دی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز سلام‌وطندار ته وویل، دغې ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، د خوراکي توکو تولید او پروسس او ځینو نورو برخو کې فعالیت لري.

افغانان: د اقتصادي ستونزو له امله کډوالي کوو؛ کارپوهان: مخه دې ونیول شي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بنټ وايي، که دغه هېواد کې ځینو بشري ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي، کډوالي به ترې پراخه شي.

نوموړي دغه څرګندونې جمعه، لړم یوولسمه د ملګروملتونو راډیو سره د مرکې پرمهال کړې دي. هغه زیاته کړه چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو یاد هېواد د متخصصو کسانو د له لاسه ورکولو سره مخ دی.

کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو ۸۰۰۰ ناروغانو وړیا درملنه شوې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د «ملک سلمان» او د «البصر» خصوصي خیریه بنسټونو په مالي مرسته کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې.

یوشمېر ناروغان چې د سترګو عملیات یې کړی، وايي، له عملیاتو وروسته یې، د سترګو لید بېرته ترلاسه کړی دی.

پکتيا کې په ۳۱ نيم ميليونه افغانۍ ۶ ښوونځيو ته احاطې او پاکې اوبه برابرې شوې

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وايي په مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو کې شپږو ښوونځيو ته د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو سېسټمونه، د احاطې ديوالونه او تشنابونه جوړ شول. د نوموړي په وینا، يادې پروژې د یونېسف نړيوالې موسسې له لوري د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي.