
د زابل شملزو اوسېدونکي: ولسوالي کې مو ښوونځي ودانۍ نهلري
د زابل د شملزو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي کې شته ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
دوی سلاموطندار ته وویل، له همدې امله دغه ولسوالي له دولسم ټولګي فارغ نهلري. دوی وايي، که مسوولان د پوهنې برخې ته جدي پاملرنه ونهکړي، تنکي ځوانان او ماشومان به له زدهکړو محروم شي.














