میدان‌وردګ کې پر څلور زره بې‌وزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې پر شاوخوا څلور زره بې‌وزله او اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې.

مجاهد: روسي پلاوي له ممنوعه ډلو د ا.ا د نوم اېستلو ډاډ ورکړی

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې کابل ته د روسیې امنیت شورا د عمومي سرمنشي سرګي شویګو په مشري راغلي پلاوي سره د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ د ا.ا نوم پر لرې کولو خبرې شوي دي.

دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې

د دغه ولایت د سېندیزې حوزې ریاست ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کارېزونه د یونېسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کیږي چې له پرانېستې سره سم به یې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

کندهار کې لسګونه بڼوالو ته د بڼ جوړونې روزنه ورکړل شوه

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کې لسګونه بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند برخه کې روزنه ورکړل شوه.

بڼوالو ته دغه روزنه د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (UNDP) په مالي ملاتړ او د سولۍ بنسټ موسسې په تخنیکي همکاري ورکړل شوې.

د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن دوشبنه، تلې پنځمه، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې تر چهارشنبې ورځې به دوام وکړي. د هغه په ​​وينا، یاد کمپاين به پنځه ورځې وروسته په هرات کې هم پیل شي.

انلاین زده‌کړې؛ ځوانان د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او د برښنا نه‌شتون څخه سر ټکوي

سلام‌وطندار له ۳۰ زده‌کړیالانو سره چې ۱۷ یې نجونې او ۱۳ نور هم هلکان دي، مرکې کړي او پایله یې ښيي چې ځوانان د انلاین زده‌کړو پر مهال له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، د انټرنېټ کیفیت ټیټ دی او برښنا هم دوامداره نه وي؛ نو په منظم ډول خپلې زده‌کړې نه‌شي څارلی.

اذربایجان کې د کاپ۲۹ غونډه؛ شتمن هېوادونه به بې‌وزلو د کال ۳۰۰ میلیارډه ډالر ورکوي

د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلونونو ۲۹مه غونډه یا کاپ‌۲۹ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پای ته ورسېده.
هغو هېوادونو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، هوکړه کړې چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال ۳۰۰ میلیارډه ډالره بودیجه بې‌وزلو هېوادونو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ورکوي.

د افغان ښځو ستړی ژوند؛ کارګرانې د کار خاوندانو له ناوړه چلن او د حکومت له بې‌غورۍ سر ټکوي

په کابل کې له ۴۰ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېر او سخت کار، لږ تنخوا او د کاري خوندیتوب نه لرل هغه ننګونې دي چط دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ښځې رسمي قرارداد نه‌لري او په ورځني مزد د کابل په خیاطیو، شرکتونو او کارخونو کې کار کوي. دوی ټولې له خپلې تنخوا څخه ناخوښې دي.

د خوست امنیه قومنداني ته په ۷۱ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړېږي

خوست کې چارواکي وايي چې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت امنیه قومنداني ته د معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د امنيه قومنداني ودانۍ د جوړېدو د چارو پيل مراسمو کې د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني وايي، د امنيتي ځواکونو لپاره به ټول هغه امتيازات او امکانات برابر کړي چې د هغوی روحيه پرې پياوړې کېږي.

لوګر کې د کابل_ګرديز یوه برخه سړک له ۱۸کلونو وروسته بېرته پرانېستل شو

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، دغه سړک چې درې کېلومتره اوږدوالي لري، د تېرحکومت پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوی وو او د کابل_ګردېز موټرو د تګ‌راتګ پرمخ بېرته پرانېستل شوی دی. هغه زياته کړه، اوس د دغه سړک له پرانېستلو سره موټرچلوونکو ته پراخې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ «د ورځې ۱۰۰ یا ۵۰ افغانۍ پیدا کوم او کور ته ډوډۍ وړم»

نن چهارشنبه، د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د لوږې، قحطۍ او نورو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

د فقر نړیوال شاخص د راپور له مخې، ۵۸،۹ سلنه ماشومان بې‌وزلي سره مخ دي.