د شاه او عروس بند پرانېسته؛ پر جوړېدو یې ۵۲ میلیونه ډالر لګښت شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو په ګډون نن سه‌شنبه، جدي یوولسمه د کابل شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته عبدالغني برادر وویل، دغه بند د څه باندې ۹ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

د هېواد په کچه ۳۱۸ روغتونونه جوړېږي

هېواد کې د لروپرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو نه‌‌شتون او د لارو خرابوالي له امله نه‌شي کولای، پر وخت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.

د هلمند د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکی ګل‌احمد وايي: «دلته هېڅ کلینیک نشته چې موږ رسېد‌ګي ورته وکړو؛ که وي هم هغه ډېر لرې دی راڅخه. داسې کوم ځای نشته چې موږ ناروغان وروړ کلینیک دلته له سره نشته، که وي هغه هم ډېر لرې دی.»

خوست کې په ۱۳۵ ميليونه افغانۍ د «غلې منډوي» جوړېدو چارې پيل شوې

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې په ۱۳۵ میلیونه افغانۍ د نوې «غلې منډوي» د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال له قوله ويل شوي چې نوې منډوي د ښار دویمه ناحیه «تخته بیکې» سيمه کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

پکتيا کې په پنځه ميليونه ډالرو د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

په پکتیا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د متحده عربي اماراتو د حکومت له لوري د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.

د مسوولانو په وينا، ياد ۱۵۰ بستريز روغتون پر ۲۵ جريبه ځمکه جوړېږي چې دوه ودانۍ لري او هره ودانۍ به څلورو پوړه وي او چارې به يې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

کابل کې د هنري اثارو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

کابل کې د «ستاره‌های متحد» په نوم د هنري اثارو جوړ شوی څلورورځی نندارتون نن دوشنبه، جدي لسمه پای ته ورسېد.

دغه نندارتون کې ۴۰۰ بېلابېل ډوله هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي وو چې تنظیموونکي یې، وايي، دې نندارتون کې ګڼ‌شمېر ښځو او نجونو ګډون کړی.

لوګر کې په دولس‌نیم میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو شبکه پرانېستل شوه

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت محمداغې ولسوالي زرغون ښار «دهمنکه» کلي کې د څښاک پاکو اوبورسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه.

یوشمېر ځوانان: کډوالي مو د مهارتونو او پر ځان د باور د لوړېدو لامل شوې

کډوالي د انساني ډلو له جوړېدو راهیسې تر دې مهاله روان دی چې د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو بدل شوی دی. دا ښکارنده د جمعیتونو د بدلون او تحول له مهمو عواملو ګڼل کېږي او د فردي او انساني ټولنې د بدلون لامل شي.

هرات کې مېرمنې: د زعفرانو کښت مو اقتصادي وضعیت ښه کړی

د هرات اوسېدونکې سيما چې د زعفران پر کښت بوخته ده، وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي او په وینا یې، ډېرې ستونزې حل کړي دي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د زعفرانو کښت یې، له کوره پیل کړ او کله یې چې ګټه ولیده، د یوې موسسې په مرسته یې، خپل کار ته پراختیا وکړه.

روسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي ډېرېدو ته اندېښمن یوو

د روسیې بهرنیو چارو وزارت شنبه، ډسمبر ۲۸مه ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښمن دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان له سرپرست حکومت او پاکستان غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي، څو شته اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د چین د ټرانزیټي توکو لومړۍ جوپه هرات ته ورسېده

د هرات محلي مسوولان وايي چې د رېل ګاډۍ په مرسته د چین هېواد د ټرانزیټي توکو لومړۍ جوپه هرات ته رسېدلې ده.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي چې دې جوپه کې ۱۰۱۱ ټُنه اوسپنې بار وې او د ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې د یاد ولایت د غوریان ولسوالي د روزنک تم‌ځای ته رسېدلی دی.

د متقي او الشیباني ټیلیفوني خبرې؛ د سوریې او افغانستان پر اړیکو ټينګار شوی

د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د سوریې بهرنیوچارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د منظمو ډيپلوماټیکو اړیکو ټینګولو غوښتنه کړې.

کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر؛ دواړو لوریو د هوکړه‌لیکونو پر عملي کېدو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد د خصوصي سکټور او سوداګرو ۴۰ کسیز پلاوي کابل ته د خپل درې‌ورځني سفر پر مهال د ا.ا د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو پر عملي‌کېدو ټینګار کړی دی.

ا.ا: وزارتونه باید د کورنیو محصولاتو استفادې ته لومړیتوب ورکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د کروندګرو، مالدارانو، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ریاست‌الوزرا مقام ته استولې.

د دغې کړنلارې له مخې، ټول وزارتونه اړ دي چې د کورنیو محصولاتو لګښت ته لومړیتوب ورکړي.