
د کابل-بامیان او دایکندي-غور لارې د واورې ورښت له امله تړل شوي
د بامیان محلي مسوولان وايي چې د واورې ورښت له امله د کابل-بامیان او دایکندي او غور لویې لارې له بېګاه شپې راهیسې تړل شوي دي.
د بامیان والي ویاند فرزان سیغاني وايي چې د بامیان-دایکندي ترمنځ د قوناق کوتل، د شاتو کوتل، د بندشوی پُل او بکک کوتل د واورې ورښت له کبله بند شوي دي.














