د سلام‌وطندار موندنې؛ ډېری ښځې له خپلو شرعي حقونو محرومې دي

د سلام‌وطندار د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۳ مېرمنو ویلي، له خپلو لومړنیو شرعي حقونو محرومې دي. د تخار اوسېدونکې ۳۰کلنه مریم وايي چې د دې د خوشې خلاف او د کورنۍ په غوښتنه یې، جبري واده کړی او د خاوند د ټاکلو حق ترې اخیستل شوی دی.

سعودي په افغانستان او پاکستان کې پولیو له‌منځه وړو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالر مرسته کوي

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د دویم پړاو پیلېدو سره هم مهاله، سعودي عربستان ویلي، په افغانستان او پاکستان کې به پولیو سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي. دا پیسې به د پولیو له‌منځه وړو د نړیوال نوښت له لارې افغانستان او پاکستان ته ځانګړې شي.

سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت لپاره له یوه بنسټ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د سټنډرډ ملي ادارې رییس فیض‌الله تمیم نن سه‌شنبه، کب اوومه کابل کې د یاد هوکړه‌ لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې ودانیو معیارونو ته نه پام د انرژۍ د لګښت او ضایعاتو کچه لوړوي او ورسره چاپېریال ته زیان رسېږي.

جاپان زیانمنو سره د مرستې لپاره افغانستان سره ۶ میلیونه ډالر مرسته وکړه

کابل کې د جاپان سفیر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر، افغانستان ته د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو د ملاتړ په موخه د شپږ میلیونو ډالرو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړی. کابل کې د جاپان سفیر ټینګار کوي چې دغه پروژه له زیانمنونکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ملاتړ تمرکز کوي.

اوزبیکستان مېشت افغان سوداگرو هېواد کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښوودلی

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملاعبدالغني برادر د نن یکشنبه، کب پنځمه، په اوزبیکستا کې مېشت یوشمیر افغان پانګوالو او سوداګرو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې په انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، زیربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولانو د ۱۴۰۴ لمریزکال په نږدې‌کېدو سره، د کابل بادام‌باغ کې د «نن نیالګی د راتلونکې هوساینې» تر نوم لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړ.

مسوولان وايي، د دغه کمپاین پرمهال به د هېواد په کچه ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول شي.

د تورخم دروازې تړل‌کېدل؛ «دواړه لوري دې دا ستونزه حل کړي»

د تورخم روازې په بندیدو سره یوشمېر مسافر، ناروغان او د لویو موټرو، چلوونکي وايي، د درازوې تړل‌کېدو ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، په ډېرو ستونزو یې ویزې ترلاسه کړي او له لرې لرې ځایونو راغلي؛ خو په داسې بې‌خبره ډول د دروازې تړلو له کبله اوس اړ دي چې د لارې تر خلاصېدو، همدلته شپې وکړي.

بادغیس کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښه ثبت شوې

بادغیس کې د روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمدیوسف نجمي سلام‌وطندار ته وویل، د بالامرغاب ولسوالي د «قروتو» سیمه کې یوه ۵ کلنه نجلۍ ګوزڼ وهلې ده.

دی وايي، دا په روان ۲۰۲۵ میلادي کال، افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.

پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې

د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې پاکستاني لوري بېګاه شپه یوولس بجې تورخم دروازه  د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستان د اسلامي امارت له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار بنده کړې ده.

د افغانستان بانک سبا ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب پنځمه» به «۲۰» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (‌شنبه، کب څلورمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۲۰» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

غور کې روان کال ۴۵۰ ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

د غور په ولايتي روغتون کې د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

په دغه روغتون کې د بستر یوشمېر ناروغ ماشومانو کورنۍ وايي، ماشومان یې لومړی پر سینه بغل او بیا پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.

هلمند کې د برښنا کمښت او د بازار نشتوالي د کارخونو پر تولیداتو منفي اغېز کړی

هلمند چې له مهمو کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي، د صنعت برخه کې تر ډېره د دانه‌داره پنبې د پروسس کارخونو درلودونکی دی.

د دغو او ځینو نورو کارخونو مسوولان وايي، برښنا او نړیوال بازار ته ‌لاسرسی نه‌لري چې له امله یې د دوی د تولید، پروسس او صادراتو بهیر زیانمن کړی.