کندوز کې د څارویو غلا په تور یو کس نیول شوی

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت امام صاحب ولسوالي کې یې، هغه کس نیولی چې د یوه کال پرمهال یې، لسګونه څاروي غلا کړي دي.

د کندوز امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار سلام‌وطندار ته وايي، دغه کس د یوه کال پرمهال کندوز ښار او نهه ولسوالیو کې یاد څاروي غلا کړي دي.

پاکستان او ایران دوو میاشتو کې څه باندې ۲۷زره افغانان هېواد ته راستانه کړي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه ونه‌کړي.

کابل کې د ایران سفارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې سرپرست حکومت سره هوکړه کړې ده.

وزګارتیا او روژه؛ کابل کې کارګر: کار نشته او د یوې ډوډۍ پیسې هم پوروم

د کابل ښار د شهرنو سیمې په «حاجي یعقوب څلور لارې» کې هره ورځ ګڼ‌شمېر کارګر په دې هیله د سړک پر سر ولاړ وي چې ګوندې څوک به یې، د کار لپاره بوځي.

محمدرحیم عظیمي چې هره ورځ د کار موندلو لپاره دې څلور لارې ته راځي، وايي، بې‌وزلۍ اړ کړی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره شهرنو ته راشي، خو د ده په وینا، په تېرو شلو ورځو کې يې کار نه‌دی کړی.

«یوه انسټیټیوټ کې مې کار کاوه؛ خو له کار د ښځو ګرځولو وروسته، تسلیم نشوم»

افغانستان کې د ښځو پروړاندې روان وضعیت سره سره یوشمېر مېرمنو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او نورو مېرمنو ته یې هم د کار کولو زمینې برابرې کړې دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې دغه مېرمنې په سوداګرۍ، صنعت، طبابت، رسنیو او کرنیزو برخو کې فعالیت کوي.

دایکندي کې د برښنا نشتوالی؛ «د یوې پاڼې پرنټ لپاره خلک ۲۰ ورځې انتظار باسي»

د دایکندي د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي وايي، برښنا ته نه‌لاسرسي نه یوازې د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، د اداري چارو، ښوونې او روزنې او محلي سوداګرۍ پروړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

مجاهد: هېڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف یا هغې ته په بده وګوري

د سرپرست حکومت ویاند ذب-ېح‌الله م.جاهد د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې افغان مېرمنې په هېواد کې له رواني او فزیکي اړخه په خوندیتوب کې ژوند کوي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان مېرمنو د عزت او حقوقو ساتنه د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی.

ملګري ملتونه په قزاقستان کې د افغانستان پرمختګ لپاره سیمه‌ییز مرکز جوړوي

د قزاقستان د رسنیو دفتر د يوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د افغانستان د دايمي پرمختګ لپاره یو سيمه‌ييز مركز د جوړولو په اړه د رايو په اتفاق يو پريکړه‌لیک تصویب کړی دی.

تاجیکستان: د کاسا‌۱۰۰۰ پروژې د افغانستان برخې د مالي تمویل ستونزه هواره شوې

د تاجیکستان د انرژۍ وزیر دلېرجمعه پرون دوشنبه، دغه هېواد کې خبریالانو ته ویلي، ټاکل شوې چې د کاسا-زر د برښنا لېږد پروژه چې قرغیزستان او تاجیکستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، ۲۰۲۷ کال کې بشپړه شي.