ډاکټران: یوشمېر خواړه مېرمنو کې د «اپنډېکس» لامل کېږي

کابل کې یوشمېر ډاکټران وايي چې یوشمېر خواړه او معدې ناروغۍ ښځو کې د «اپنډېکس» ناروغي لامل کېږي.

دوی زیاتوي چې دا ستونزه ناروغ ته ناوړه پایلې لري او په وینا یې، د ناسم تشخیص له کبله د مېرمنې ترمنځ د ناامیندوارۍ لامل هم کېدای شي.

غور کې یوې مېرمنې نورو ښځو ته د خیاطي زده‌کړې زمینه برابره کړې

 ۳۶ کلنه فیروزه په خپلو ستړو لاسونو او په ډېرو هیلو سره د خیاطي ماشین څرخ تاوه وي، څو د خپل ژوند اړتیاې پرې برابرې کړي.

هغه وايي: «له کوچني‌والي مې دا هیله وه چې خیاطي وکړم، ګلدوزي وکړم او له دې لارې عواید ولرم، خپلې کورنۍ سره د اړتیاو برابرو کې مالي مرسته وکړم.»

خوست کې د جلغوزیو ونو پرې‌کولو په تور پنځه کسان نيول شوي

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.

د اقتصاد وزارت: ۱۴۰۳کال کې د افغانستان اقتصاد ۲،۷سلنه وده درلوده

دوی ۲.۷سلنه اقتصادي وده، د خوراکي او لومړنیو توکو بیو کې ۲۸سلنه کموالی، له کورنۍ بودیجې څخه د ۳۷۰ لویو پروژو او ۸۷۳ فرعي پروژو بشپړېدل، ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی، د بېلابېلو هېوادونو د پانګونې راجلبول او افغان خاوره کې د ټاپي پروژې پراختیا ۱۴۰۳کال کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د بېلګې په توګه یاد کړي دي.

د لوګر مرستیال والي: زده‌کړې کولای شي د افغانانو راتلونکې جوړه کړي

د لوګر په مرکز پل‌علم کې د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پيل مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي په ګډون د یوشمېر ادارو رییسانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، په اوسني وخت کې زده‌کړې د ټولنې یوه اړینه اړتیا ده او زده‌کړې کولای شي چې د افغانانو راتلونکې جوړه کړې.

د جګړې زیانونه؛ د سنګین اوسېدونکي: د  خپلو ویجاړو کورونو د جوړولو توان نه‌لرو

که څه هم د هلمند په سنګین ولسوالي کې د جګړې پای ته رسېدو څخه نږدې څلور کاله تېر شوي، خو د دې سیمې جګړه‌ځپلې څېره نه ده بدله شوې او لاهم زرګونه کورونه او باغونه کنډواله پاتې دي. د سنګین اوسېدونکي چې کورونه یې په جګړه کې ویجاړ شوي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یې د بیارغونې توان نه‌لري.

نورالحق انور: اسلامي امارت د خلکو لپاره لوی نعمت دی

د سرپرست حکومت د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور وايي چې اسلامي امارت د خلکو لپاره یو نعمت دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې د نوي ښوونیز کال په پیل مراسمو کې کړې دي.

د چارو ادارې سرپرست زیاته کړې چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او په وینا یې، د زده‌کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

اوزبیکستان د کانونو برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د اوزبیکستان د جیولوجي او کانونو د وزیر مرستیال بهزاد مرمودوف او ورسره مل پلاوي کابل کې د دې وزارت له سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري سره لیدلي دي.

دغه لیدنه چې پرون شوې په‌کې له افغانستان سره یې د سروې، ډبرو او منرالونو د پروسس لپاره د ټولو مرحلو د ترسره کولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ملي دفاع وزارت سلګونه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو کې پوځي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. په ترمیم شوی وسایطو کې ۲۰۱۰ بېلابېل پوځي موټر او ۲۲۷ مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.